خیریه سازمانونو د اروپايي ټولني د مهاجرينو سیاست غندلی دی
۱۳۹۵ خرداد ۱۹, چهارشنبهپه دغه اعلامیه کي چي د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کي نشر سوه، راغلي دي چي داسي سیاست لکه د اروپايي ټولني او ترکیې د مهاجرو تړون ،چي د بیرولو پر میتودونو باندي ولاړ دی، خلک نورو هیوادونو ته د ورتگ او تیښتي څخه نه راگرځوي. هغه انسانان یوازي دې ته مجبوره کوي چي د قاچاقبرانو په لاسونو کي ولویږي او پر خطرناکو لارو باندي یې نورو هیوادونو ته ولیږدوي.
دواړو سازمانونو زیاته کړې ده چي فقط د یوې اوونۍ په جریان کي ۱۰۰۰ تنه مهاجر هغه وخت ووژل سول، کله چي یې غوښتل د مدیترانې څخه تیر سي. دغه ډول په خطر کي ځانونه اچول ښکاره کوي، چي د هغوی حالت څومره خراب دی.
د «کاریتاس اروپا» عمومي منشي «یورگ نونو مایر» وویل چي د هغه سازمان لکه پاپ فرانسیس د داسي یوې اروپا تصور کوي، چي په ټولنه کی د مهاجرو پر اړینو ونډو اعتراف وکړي او د هر انسان کرامت ته احترام ولري.
د «اروپا د یسوعي مهاجرو خدماتي سازمان» سیمه ایز مشر «جان ماري کاریره» ویلي دي چي اروپا د دې قدرت لري چي انسانان وژغوري. کاریتاس زیاتوي: «دا په سیاسي ارادې پوري مربوطه ده چي اروپا ته د راتگ قانوني لاري جوړي سي.»
دواړو خیریه سازمانونو د غړو هيوادونو او اروپايي ټولني څخه غوښتي دي، چي اروپا ته د مهاجرت قانوني لاري جوړي ، بشري ویزې رامنځته، د کورنیو یوځای کیدل آسانه او د ادغام لپاره زمینه برابره او نور زیات انسانان قبول کړي.