1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

د آلمان پلاوي د هیئت تحریر شام ډلي له استازو سره کتلي

ګل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس، فرانس پرس،رویترز،اسوشتید پرس
۱۴۰۳ آذر ۲۸, چهارشنبه

آلماني ډیپلوماټانو په دمشق کي د سوریې د ياغي ډلې هیئت تحریر شام په مشرتابه له نوي انتقالي حکومت سره خبري اترې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4oJcq
د سوریې په پایتخت دمشق کی د مکتب زده کوونکي
د آلمان پلاوي په سوريه کي د هیئت تحریر شام ډلي له استازو سره کتليانځور: Ammar Awad/REUTERS

آلمان د هغو هیوادونو له جملې څخه دی چی دبشار الاسد  د حکومت له سقوط وروسته، له سوریې سره د نوو اړیکو د ساتلو په لټه کی دی.

دآلمان  د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي: «زموږ خبري اترې د سیاسي انتقال پر بهیر او په سوریه کې د سوله ایز پرمختګ د ملاتړ له پاره د لږکیو او د ښځو د حقونو د ساتنې په اړه موږ پرهیلو متمرکزې وې.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د وینا له مخې، د سې شنبې د ورځې پر بحثونو سربیره، نوموړي هیئت همدارنگه «په دمشق کي د جرمني سفارت له ودانۍ څخه لومړنۍ ارزونه» هم ترسره کړه.

اړوند:آیا تر اسد وروسته به د ایران رژیم هم سقوط وکړي؟

نوموړي وزارت د ایکس پر ټولنیزې پاڼې ویلي: «اسد په وار وار په سوریه کي د خلکو پر وړاندي له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. اوس د بشپړو پلټنو او د سوریې  د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو له پاره یو فرصت موجود دی. موږ به لا ډیره بودیجه د کیمیاوي وسلو د منع کولو سازمان په اختیار کي ورکړو. او همدارنگه به نن د دمشق په خبرو اترو کي هم پر دې موضوع بحث وکړو.»

دغه هیئت په منځني ختیځ کي د آلمان د استازي توبیاس تونکل، له خوا رهبري کیده او په هغه کي د جرمني د پراختیايي چارو وزارت استازي هم حضور درلود.

د دغه آلماني پلاوي لیدنه کتنه پس له هغه وسوه چي د بریتانيا ډیپلوماټانو د دوشنبې په ورځ د هیئت تحریر شام د ډلي له مشر احمد اشرع، سره چي پخوا په محمد الجولاني مشهور وو، خبري اترې وکړې.

له بلې خوا، اروپايي ټولني د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چي د سوریې له نوي مشرتابه سره د اړیکو تر ټینگولو وروسته به په دمشق کي خپله نمایندگي پرانیزي.

د اروپا کمېسیون مشري اورزولا فون دیرلاین، د ترکیې  له ولسمشر رجب طیب اردوغان ، سره په خبرو اترو کي په انقره کي وویل: «اوس باید اقدام وکړو او له هیئت تحریر شام او نورو خواوو سره خپل مستقیم تعامل ته ادامه ورکړو.»

اړوند:ایران: په سوریه کې د سفارت بیا پرانیستنې لپاره »لازمو شرایطو« ته منتظر یو

په عین حال کي، د ایسنا خبري آژانس دایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي دي چي دغه هیواد به په اوس وخت کي په دمشق کي خپل سفارت د «سیاسي او امنیتي شرایطو تر برابرولو پوري» تړلی پریږدي. 

Gulghuty Popal
ګل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.