د امریکا د ولمسمشر او مرستیالې عاید یې څومره دی؟
۱۴۰۱ فروردین ۳۰, سهشنبه
سپینې ماڼۍ د تیري جمعې په ورځ (۲۰۲۲م کال اپریل ۱۵) د امریکا د ولسمشر جوبایدن د ۲۰۲۱م کال د مالیاتو راپور خپور کړ.
د مالیې د دغه راپور له مخې ویل شوي دي چې بایدن او د هغه مېرمنې ۶۱۰ زره ډالر عاید درلود چې بیرته یې له همدې پیسو ۱۸۴ زره ډالره مالیه ورکړې ده.
د ولسمشر او نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو څخه د مالیاتو د سندونو خپرول په متحده ایالاتو کې یو عام دود دی او د جو بایدن د مالیې سندونه له شاوخوا ۲۴ کلونو راهیسې خپریږي.
خو د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ له دغه دود سره مخالفت ښود. ترمپ د خپلې څلور کلنې دورې په موده کې د خپلو مالیاتو د اسنادو له خپرولو ډډه وکړه؛ هغه مسله چې د امریکا په سیاسي تاریخ کې بې سارې ګڼل کیده.
ترمپ له اوږدې مودې راهیسې د مالي مسلو او مالیاتو اسنادو په اړه په قانوني شخړو کې ښکیل دی او په مکرر ډول یې د خپلو مالیاتو اسنادو د افشا کیدو د مخنیوي له پاره له بېلا بېلو لارو څخه ګټه اخیستې.
تر ټولو لوړ معاشونه په کومو ۱۰ هيوادونو کي؟
نیویارک ټایمز ورځپاڼه په ۲۰۲۰م کال کې وتوانیده چې د ترمپ د مالیاتو ځینې معلومات ترلاسه کړي.
ورځپاڼې د ترمپ د مالیاتو د ورکړې په اړه په یوه راپور کې لیکلي دي چې هغه په ۲۰۱۶م کال کې چې ټاکنې یې وګټلې یوازې ۷۵۰ ډالره کلنۍ مالیه ورکړې وه.
د بایدن مرستیالې کامالا هریس او د هغې مېړه دوګ امهوف په ۲۰۲۱م کال کې یو میيلون او ۶۶۰ ډالره عاید درلود.
د دغې جوړې د عایداتو یوه برخه د مځکو له پلورلو او د هریس د خاطراتو د کتاب له پلورلو ترلاسه شوې ده.
په ۲۰۱۹م کال کې د دواړو د عاید کچه درې میلیونه او ۳۰۰ زره وه هغه مهال هریس سناتوره وه او مېړه یې د وکیل په توګه کار کاوه.