د اوزیل تر تویت وروسته چین د آرسینال مسابقه نه خپروي
۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبهلکه څنگه چي دولتي ورځپاڼي «گلوبل ټایمز» په انگلسي ژبه د تویتر په یوه پیغام کي رپوټ ورکړی دی، دولتي ټلویزوني چینل »سي سي ټي وي« به راتلونکې یکشنبه ماپښین (دډسمبرمیاشتي ۲۲ مه) د آرسینال لندن او مانچستر سیټي ترمنځ د فوټبال مسابقه خپره نه کړي او هغه به د مخکي له مخکي پلان سوي خپروني څخه وباسي. په تويت کې زياته سوې چې علت یې دادی چې اوزیل په «خپلو غلطو اظهاراتو« سره خپل چینايي مینه وال او د چین د فوټبال ملي اتحادیه «مایوسه» کړې ده.
اوزیل په اجتماعي رسنیو کي ددې کبله انتقاد کړی ؤ، چي ولي اسلامي هیوادونه د چینايي ایغوریانو د سرکوبه کولو په مقابل کي چوپه خوله پاته دي. د فوټبال دغه پخواني جهاني اتل په ترکي ژبه د «مسلمانو ورونو چوپ پاته کیدلو» باندي تأسف ښکاره کړی ؤ، په داسي حال کي چی په خبره یې دغه موضوع د غربي حکومتونو او رسنیو له خوا تر انتقادونو لاندي راغلې او تعقیبیږي.
د بلي خوا بیا د میسود اوزیل ددغه اظهاراتو څخه لږ وروسته د هغه د آرسینال ټیم ځان لیري ونیوه. د هغه ټیم په چینايي ژبه باندي ولیکل، چي دا د اوزیل شخصي نظر دی او آرسینال د سیاسي بيانيو د نه ورکړي پرنسيب ته وفاداره دی.