د ایبولا ساري ناروغۍ د خپریدو ویره
د جولای میاشتې په وروستیو کې د ایبولا ساري ناروغي د کانګو جمهوریت میلیوني ښار ګوما ته ورسیده. په دغه ګڼ میشته سیمه کې د دغه ناروغۍ د خپریدو خطر زیات دی. ګاونډي هیواد اوګانډا ته هم دغه ناروغي رسیدلې ده.
په میلیوني ښار کې د ناروغۍ لومړۍ پیښې
د کانګو په میلیوني ښار ګوما کې د ایبولا د ساري ناورغۍ لومړیو پيښو خلک ناراحته کړي دي. په ګڼ مېشته سیمه کې د دغې وژونکي ناروغۍ، د ژر خپریدو احتمال ډیر دی. په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان له خطر سره مخامخ دي.
پر پولو کنترول
ایبولا داسې ساري ناروغي ده چې ژر له یوه انسانه بل ته انتقالیدای شي. له دې کبله په روانډا کې چې د ګوما ښار ته څیرمه پروت دی، پکې د دغې وژونکي ناروغۍ د خپریدو په هکله ډیره اندیښنه شته. په همدې وجه د لنډ وخت له پاره پوله تړل شوې وه. خو اوګانډا ته دغه ویروس رسیدلی دی. د روانډا په ګاونډي هیواد کانګو جمهوریت کې په دغې ناروغۍ خلک اخته شوي دي.
جګړه او خرابې زیربناوې
روغتیا پال پولې ته ورځي څو د دغه ویروس د خپریدو مخه ونیسي او د ناروغانو پالنه وکړي. خو ترینګلی سیاسي وضعیت او وسله والو کړکیچونو د کانګو جمهوریت په ځینو سیمو کې د مرسته کوونکو له پاره مبارزه سخته کړې ده. خو د زیر بناوو خراب وضعیت او د ولس بې باورۍ کړکیچ لاپسې خراب کړی.
لومړني علایم
د ایبولا په ویروس د اخته کس لومړني علایم سخته تبه، سر دردي او د زکام د ناروغۍ پر مهال د بدن خوږیدل دي. د ناروغۍ په جریان کې داخلي خونریزي او د بدن د غړو کار پریښودل رامنځ ته کیږي چې په پایله کې یې ناروغ کس مړ کیږي. که چیرې یو کس په دغه ویروس اخته شي، د درملنې امکانات یې محدود دي. دا چې نور انسانان له دغې ناروغۍ وساتل شي، چارواکو له خلکو غوښتي چې اخته کسان پيښه رپوټ کړي، پټه یې باید نه کړي.
واکسین - یوازینی خوندیتوب
له ۲۰۱۵م کال راهیسې یو واکسین شته چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې باید «کابو سل په سلو» اغیز ولري. خو د ولس د ستري برخي په منځ کې د دغه واکسین په هکله بې باوري شته او ځینې يې آن په دې باور دي چې دغه کار د حکومت تمثیل دی څو بسپنې تر لاسه کړي. پر دې سربیره د واکسین لیږ هم ستونزمن دی، ځکه چې د حرارت درجه په یوه ټاکلي حد کې وساتل شي.
واکسین او نور تدابیر
سازمانونه او مرستندویان په بیړه کار کوي، څو په اصطلاح له ویروس څخه ګړندي وي. د هغوی وقایوي تدابیر له واکسین ورهاخوا دي. د ځانګړو حفاظتي کالیو او دستکشو سربیره د روغتیا پالو روزنه او پر دغه ناروغۍ د اخته کیدو د امکاناتو او د حفظ الصحې د سم تدابیرو په هکله پوهاوی مهم دی.
د چټکو اقداماتو اړتیا
د مړو شوو کسانو په یادون د ګلانو ګلدستې. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کلونو کې په لویدیځه افریقا کې تر ۱۱۰۰۰ زیات کسان د ایبولو د وژونکي ویروس له لاسه مړه شول. په کانګو جمهوریت کې د لویدیځه افریقا وروسته دا تر ټولو خطرناکه وبا ده چې له ۲۰۱۸م کال راهیسې ۱۸۰۰ وژلي دي. وضعیت خطرناک دی: اوس د سیاستوالو، ډاکټرانو او پوهانو له خوا د ګړندیو اقداماتو د تر سره کیدو اړتیا ده.