1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بایدن د زوی دوسيې له پاره ځانګړی پلټونکی ټاکل شوی

۱۴۰۲ مرداد ۲۲, یکشنبه

د امریکا عدليې وزارت د دغه هیواد د ولسمشر جو بایدن د زوی، هنتر بایدن، د دوسيې د څېړلو له پاره ځانګړی پلټونکی ټاکلی دی. هنتر له مالیاتي قوانينو څخه د تېښتې او د وسلو له قانونه پر سرغړونه تورن دی.

https://p.dw.com/p/4V5vr
د امریکا د ولسمشر، جو بایدن، زوی هنتر بایدن
د امریکا د ولسمشر، جو بایدن، زوی هنتر بایدن انځور: Saquan Stimpson/CNP/abaca/picture alliance

د امریکا عدليې وزير، مريک ګارلند، په واشنګټن کې یو خبري کنفرانس کې د دغه خبر ترڅنګ وويل چې د امریکا په دلاوېر ایالت کې د امریکا فدرالي څارنوال، دیوید وایس، به د هانتر بایدن د دوسيې ځانګړی پلټونکی وي. وایس له ۲۰۱۹م کال راپدېخوا په دلاوېر ایالت کې د جو بایدن د زوی د دوسيې د څېړلو مسئولیت لري.

هغه به تر دې وروسته د هانتر بایدن د دوسيې په هکله ځانګړي اختیارات ولري له هغې جملې به کولی شي چې له دلاوېر ایالت څخه بهر هم د هنتر په هکله خپلو تحقیقاتو ته ادامه ورکړي.

۵۳ کلن هنتر بایدن، د مالیاتي قوانینو پر نقض او همدارنګه د وسلو قوانینو پر نقض تورن دی.

ورته نور ولولئ: د جوبایدن پر زوی باندي په مالیاتو کي د درغلۍ او اختلاس تورونه

همدارنګه جمهوري غوښتونکي هم پر هنتر بایدن تور لګوي چې د خپل پلار جو بایدن له موقفه چې د ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۷ پورې د پخواني ولسمشر، بارک اوباما مرستيال وو، ناوړه استفاده کړې چې له هغې جملې ېې چين او اوکراین سره د سوداګرۍ معاملې کړي دي.

هنتر بایدن د مالیاتي تېښتو او د یوې غیرقانوني وسلې د مالکیت اړوند تورونو په تړاو له ېوې محکمې سره وخت ټاکلی وو چې په هغه کې ېې د کړي اعتراف پر اساس یو خفيف مجازات ترلاسه کړي وو. خو د جون میاشتې په وروستیو کې مسئول قاضي اعتراضات درلودل او له دواړو لورو څخه ېې وغوښتل تر څو له سره مذاکرات وکړي. دغه مذاکرات هم وشول خو نتيجې ته ونه رسېدل او هنتر بایدن په نهایت کې ټول تورونه رد کړل.

ورته نور ولولئ: ایا ترمپ په رښتیا د بایدن د زوی پر ضد د څیړنو غوښتنه کړې؟

اوس د ځانګړي ناظر په ټاکلو سره د هنتر بایدن د محکمې احتمال ډېر شوی دی. که چېرته دغه محکمه ترسره شي نو دا به د امریکا متحده ایالاتو په تاريخ کې د لومړني ولسمشر زوی وي چې د خپل پلار د ولسمشرۍ په دوره کې محکمې ته حاضريږي.