د بنگو بوټو نندارتون
د جرمني په دورتموند ښار کي تر يکشنبې ورځي پوري د بنګو بوټي لومړنی نندارتون جوړ سوی وو. هلته په ۱۱۰غرفو کي د بنګو تخم د تولید او د هغه د ځانګړتیاوو په هکله معلومات تر لاسه کېدل.
د بنګو بوټي د کاروني په هکله نندارتون
د می له ۳ تر ۵ می پوري د جرمني په دورتموند ښار کي د بنګو په اړه لومړنی نندارتون جوړ سوی وو. بنګي یوکلن بوټی دی چي اوږدې پاڼي لري او د نړۍ په ډیرو برخو کي ورته د نشه يي توکو لکه چرس او ماریوانا په سترګه کتل کیږي. د دورتموند په نندارتون کي د اول وار له پاره لیدونکو ته ددغه بوټي د کاروني په هکله معلومات ورکړل سول.
په څښاک او غذايي موادو کي د بنګو کارول
په بنګو کي د امینو اسید او غوړ اسید موجودیت، د رګونو، پوستکي او د انسان د بدن د وریښتانو د تقویت سبب کیږي. په بنګو کي پروتینونه د بدن د عضلاتو په جوړولو کي مهم نقش لوبوي. د دورتموند په نندارتون کي هغه غذايي مواد، څښاک او غوړي نندارې ته وړاندي سوي ول چي له بنګو څخه تولید سوي ول.
د بنګو تارونه
د بنګو له بوټي څخه داسي تارونه جوړیږي چي کیدای سي په نساجيو کي ورڅخه کار واخیستل سي.د سویډن د کارپوهانو پلټني ښيي چي د پنبوو په پرتله د بنګو کرل، لږو اوبو، سرو او کیمیاوي موادو ته اړتیا لري او د تارونو کیفیت يې هم د پنبې په ډول دی. سربیره پر دې له بنګو څخه جوړ سوی ټوکر د ماورای بنفش د وړانګې ۹۵ سلنه جذبولای سي.
په دارو درملو کي د بنګو کارول
د ډاکټرۍ په اړه پلټني ښيي چي بنګي پر ډیرو ناروغیو لکه، سرطان، مغزي اختلال او رواني فشار باندي مثبته اغیزه کوي. همدارنګه دردونه هم راکموي. له کانابیدیول تابلیتونو څخه چي نشه يي تاثیرات نه لري، د عفونت پر ضد او اعصابو د آرامتیا له پاره ګټه اخیستل کیږي.
د آرایش په سامان کي د بنګو کارول
د بنګو پر تخم باندي وروستي تحقیقات ښيي چي د کانابینوئید ماده پر پوست باندي مثبته اغیزه لري. په وروستیو کلونو کي هغه کریمونه او شامپوګاني چي دغه ماده پکښي کارول سوې، بازار ته وړاندي سوي دي. د بنګو غوړي د بون د پوست له مخکي وخت زړښت مخنیوی کوي.
په ساختماني صنعت کي د بنګو کارول
د بنګو بوټی کولای سي په ساختماني صنعت کي یو انقلاب رامنځته کړي. د غه بوټی کیدای سي په خښتو، سمیټ او ګچو کي وکارول سی. د هغه له غوړیو څخه د رنګونو په جوړولو کي کټه اخیستل کیدای سي. د بنګو او نورو موادو له ترکیب څخه حتی د اوبو او بدررفت نلونه جوړیدای سي. او تر ټولو مهمه داده چي پلټنو ښودلې ده چي په ساختماني موادو کي د بنګو بوټي کارول د دې سبب کیږي چي هغه ژر اور نه اخلي.
په صنعت کي د هغو کارول
د بنګو بوټو د ساقو ۸۵ سلنه له سلولز څخه جوړه سوې چي د چرمي صنایعو له پاره مناسب بلل کیږي. دغه موبل چي په انځور کي لیدل کیږي، په بشپړ ډول له سلولز څخه جوړ سوی دی چي د دوباره استعمال قابلیت هم لري.
د انرژۍ په برخه کي د هغو کارول
د بنګو بوټي یو بل انقلابي کار، له دغه بوټي د تيلو تولید دی. د بنګو له بوټي څخه لاس ته راغلي تيل، کاربن او اورلګیت نه تولیدوي او د چاپیریال له پاره يي له اومو نفتو څخه په لاس راغلي تيل په پرتله خطر کم دی.
په کاغذ کي د بنګو بوټي کارول
د وخت تیریدل پر کاغذ باندي منفي اغیزه لري. د بنګو له بوټي څخه جوړ سوو کاغذونو باندي تحقیقات ښيي چي دغه ډول کاغذ، له لرګیو څخه جوړ سوي کاغذ په پرتله ډیر دوام لري. سربیره پر دې د بنګو له بوټي څخه جوړ سوی کاغذ د څو ځلي استعمال قابلیت هم لري.