د ترهگرو له خوا ویجاړي سوي نړیوالي کلتوري شتمنۍ
په نړیواله محکمه کی د اول وار له پاره د نړیوالو کلتوری شتمنیو پر سر معامله وسوه. دلته خبره په ځانگړې توگه د مالی د تیمبوکتو پر تاریخی ځایونو وه. خو ترهگرو نه یوازی هلته کلتوري میراثونه له منځه وړي.
په مالي کی تیمبوکتو
د مالي په شمال ښایسته ښار کی د انصارالدین یاغیانو په ۲۰۱۲م کال کی د سووکلونو زړې مقبرې وراني کړې. هغوی خپل د دې کار دلیل دا بولی چی گواکي د اسلامی آثارو بقایاووته عبادتونه کیږي. همدارنگه د خټو څخه جوړ سوومسجدونو منبرونه هم لکه څنگه چي دلته په تصویر کی لیدل کیږي، ونړول سول.
په مالي کی تیمبوکتو
محمد مولود په تمبوکتو کي د ویجاړ سوي زیارت د مقبرو مخي ته ولاړ دی، په دې عکس کي چې په ۲۰۱۴م کال کی اخیستل سوی، هغه د ویجاړو سوو قبرونو مخي ته د لمانځه په حال کي لیدل کیږي. خو اوس هلته هر څه بل ډول ښکاري.
په مالي کی تیمبوکتو
ډیری زیارتونه د ملگرو ملتو په مرسته بیا ورغول سول. صانع شریفي (په عکس کی ښي خواته ) له خپلي کورنۍ سره په گډه هڅه کوي چي د سپیڅلي الفا مویا زیارت له سره جوړ کړي.
په سوریه کی پالمیرا
داعش ترهگري ډلي، په ۲۰۱۵م کال کي د سوریې په پالمیرا کي د نورو تر څنگ د ۲۰۰۰ کلونو په شاواخواکي زوړ د بال معبد، ډیري جگي مقبرې او داسي نور تاریخی ځایونه له منځه یووړل. یوه عکاس دلته د بال د معبد عکس په ۲۰۱۴م کال کی د ویجاړیو مخي ته اخیستی دی.
په سوریه کي مارايلان
د مارایلان خانقا د سوریایی عیسویانو له پاره یو ډیر مهم عبادت ځای ؤ. هغه د سوریې په مرکز کي د کارجاتاین ښار ته نژدې ولاړه وه چي په پنځمې میلادي پیړۍ پوري یې اړه درلوده.
په سوریه کی مار ایلیان
داعش ترهگري ډلي په ۲۰۱۵م کال کي مار ایلان له مځکی سره یو برابر کړ. په انترنت کي افراطیانو هغه تصویرونه خپاره کړل چي څرنگه د بلدوزرونو په مرسته هغوی دیوالونه نړوي. نوموړی ښار اوس بیرته نیول سوی دی. د خانقا داخلی برخه کاملاً سوځیدلې ده.
په عراق کي ال حدره
ال حدره د لومړنۍ عربي امپراطورۍ پلازمینه وه. د هغې د لوړو او ضخیمو دیوالونو له برکته چي شاوخوا یې منارونه ولاړ دي، وکولای سول چی تر مسیحی میلاد مخکي په ۱۱۶ او ۱۹۸ کلونو کي د رومیانو د مداخلې په وړاندي مقاوم پاته سي.
په عراق کي ال حدره
د ۲۰۱۵م کال په پیل کي داعش د ال حدره ځیني برخي والوزولې. دغه عکس د نوموړو ملیشو له ویدیویی تصویرونو څخه اخیستل سوی دی. نوموړې ډلې همدارنگه د عراق په شمال کي پروت موصول په موزیمونو کی د زرونو کلو زړې مجسمې او یادگاري څلي هم له منځه یووړل. ویل کیږي چی د نیمرود تاریخی ښار یې د بلدوزرونو په مرسته ویجاړ کړی دی.
بامیان
په بامیان کي د بودا دوې یادگاري مجسمې ولاړې وې. بودايي راهبانو هغه ۱۵۰۰کاله مخکی له ډبرو حکاکي کړي وې. په دغه عکس کي چی په ۱۹۷۳م کي اخیستل سوی ، نوموړې ۵۳ متره جکې مجسمې لیدل کیږي چی په هغه وخت کي د نړۍ تر ټولو لوړې مجسمې شمیرل کیدې.
بامیان
افراطي طالبانو دغه دواړه مجسمې په ۲۰۰۱م کال کی ویجاړی کړې. د ټانکونو او راکټونو په وسیله هغوی دغه مجسمې وویشتلې. د هغو د ورانولو له پاره طالبانو څو اونۍ وخت وغوښت. د ۲۰۰۳م کال راهیسي د بامیان دره چي تاریخي ځایونه پکښي سته، د یونسکو د نړیوالو کلتوري شتمنیو په ليست کي شامله سوې ده.