1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجاپان

جاپان: هغو میندو او پلرونو ته پیسې ورکوو چې ماشومان روزي

۱۴۰۱ آذر ۲۶, شنبه

د جاپان حکومت په پام کې لري چې ښځو او نارينه وو ته د ماشوم د زیږون لپاره ډیرې پیسې ورکړي. بل لور ته شنونکي وايي چې دغه کار ښایي کافي اغیزمن هڅون نه وي ځکه چې د ژوند لګښتونه پسې لوړیږي.

https://p.dw.com/p/4L5oE
Symbolbild Japan Geburtenrate
انځور: David Mareuil/AA/picture alliance

د جاپان حکومت په پام کې لري چې هغو جوړو ته چې ماشوم راوړي ۸۰ زره ین (د جاپان کرنسي) چې د ۵۹۲ ډالرو معادل دی، ورکړي، ځکه چې توکیو غواړي په دغه هېواد کې د ماشومانو د زېږون  له بیسارې ټېټې کچې مخه ونيسي.

خو منتقدین وایي چې په دغو شرایطو کې چې عاید ثابت او نرخونه د لوړېدو په حال کې دي، دا اندازه پیسې نه شي کولای خلک قانع کړي چې ماشومان راوړي.

یو شمېر نور شنونکي بیا په ګوته کوي چې په مستقیم ډول د یوې ستونزې لپاره د پیسو ورکول چې په تېرو وختونو کې هم آزمویل شوې نسخه ده، د حل صحيح لاره نه ده.

اوس مهال په جاپان کې چې والدین د لومړي ځل لپاره يو ماشوم ولري، هغوی ته یو ځل ۴۲ زره ین ورکول کېږي. د یاد هېواد د روغتيا، کار او هوساینې وزارت وړاندیز کړی چې دا پیسې ۵۰۰ زرو ين ته لوړې شي او دا نوی مقدار پیسې به د راتلونکي ۲۰۲۳ مالي کال کې د اپریل میاشتي په پیل کې معرفي شي.

د اندېښنې وړ وضعیت

د جاپان نفوس د وروستیو اندېښمنونکو شمېرو له مخې دغه پلان تر لاس لاندې نیول شوی دی. په ۲۰۲۱ کال کې د جاپان نفوس ۱۲۵،۷ میليونه وګړي وو چې د تېرو څلورو کلونو په پرتله ډېر کمښت ښیي. تر دې څلور کاله مخکې په ۲۰۱۷ کال کې د دغه هېواد نفوس ۱۲۸ میلیون تثبیت او خپل اوج ته رسیدلی وو.

جاپان سپوږمۍ ته خپل لمړنی ماموریت پیل کړ

د لانست (The Lancet) روغتیایي مجلې په یوې څېړنه کې چې مخکي له کرونا پانډيمي څخه نشر شوې وه، اټکل شوی وو چې د دې پېړۍ تر پایه به د جاپان نفوس ۵۳ میليونو ته راښکته شي.

جاپانیان په دې وروستیو لسیزو کې غوره ګڼي چې ودونه وځنډوي او کم ماشومان ولري، هغه ښکاره پرېکړه چې د مالي ستونزو له امله کېږي.

اوس مهال د کرونا ناروغي او وروستیو کې د اوکراین جګړې ته په کتلو سره چې د نړۍ پر اقتصاد يې اغیزې کړي، دا شمیرې ډېرې هیلې بخښونکې ښکاري.

د عامي روغتیا وزارت لخوا خپرې شوې شمېرې ښیي چې سږکال د سپټمبر په نیمایي کې یوازي ۳۸۴ زره او ۹۴۲ ماشومان نړۍ ته سترګي غړولي چې د تېر کال په پرتله ۵ سلنه کموالی ښیي.

دا وزارت اټکل کوي چې په روان کال کې زیږېدلو د ټولو ماشومانو شمیر به د تېر کال په پرتله کم وي او په واقعي توګه به له ۸۰۰ زرو کم وي. له ۱۸۹۹ کال څخه چې د معلوماتو ثبت او راټولول پیل شوي، دا به لومړی ځل وي چې په تېر یو کال کې د زیږیدلو ماشومانو شمیر ۸ لکو ته راټیټ شي. 

ماشومان ډېر مصرف ته اړتیا لري

د توکیو یوې اوسېدونکې ایاکو چې نه یې غوښتل تخلص یې یاد شي وایي: «هغه پیسې چې مې د زوی ولادت په وخت کې ترلاسه کړې، یقینا ګټورې وې او موږ منندوی یو خو بيا يې هم د روغتون د ټولو لګښتونو لپاره بسنه نه کوله.»

ایاکو د سزارین عملیات ته اړتیا لرله او له همدې کبله یې وضعیت د اندېښنې وړ وو. جاپاني ماینیچي ورځپانې راپور وکړی چې په جاپان کې د متوسط ولادت لپاره نیږدې ۴۷۳ زره ین ته اړتیا وي.

«د تشناب کاغذ په مرسته د ځوانانو د ځان وژنې د مخنوي هڅه»

ایاکو دویچه ویله ته وویل: «موږ پر يو بل ماشوم راوړلو باندې خبرې کړي او لېواله یو چې ويې لرو، خو په اوس وخت کې زه او خاوند مې دې پایلې ته رسیدلي یو چې دا واقعاَ امکان نه لري. زه خو وایم چې ۸۰ زره ین به موږ ته غنیمت وي خو زموږ څومره ستونزې به هوارې کړي؟»

نوموړې وويل:«يو ماشوم جامو او خوړو ته اړتيا لري، او ماشوم ژر وده کوي او بيا نورې اړتیاوې هم لري.»

ایاکو زیاته کړه: «ما له کار څخه رخصتي واخیسته او دې زموږ پر عاید هم اغیزه وکړه. په داسې حال کې چې زما میړه یو باثباته دنده لري او له کرونا څخه د مخکي وختونو په پرتله برابر عاید لري. خو په وروستیو میاشتو کې د بنسټيزو خوراکي توکو او نفتو لګښتونه په شدت سره زیات شوي دي.»

یو لنډ لیدلوری؟

حکومت، سیمه ایزې ادارې او ډیری محلي ښاروالۍ خپلې ټولې هلې ځلې زیاتې کړي ترڅو خلک وهڅوي چې ډېر ماشومان ولري؛ د موټرو وړاندیز ورته کيږي او حتی په هغو کلیوالي سیمو کې چې نفوس یې په شدت سره کمېږي له کرایې پرته کورونه هم په وړانديزونو کې شامل دي، خو ډیری کسانو سره یې یوازې د پیسو ژمنې کړي دي.

د دوشیشای کیوتو پوهنتون استاد او شنونکی نوریکو هاما وایي چې دا یو لنډ لیدلوری دی او نه شي کولای د ننني جاپان د ځوانو جوړو پراخو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه وویل: « دا به په جادویي ډول هغه ستونزې حل نه کړي چې جاپان د یو ملت په توګه ورسره مخ دی. دا مسئله حل نه دی چې ځوانو جوړو ته مستقیم پیسې ورکړل شي ترڅو ډیر ماشومان ولري. دا په خرابې ټولنزې زیربنا پورې اړه لري، هغه څه چې خلک بايد د ماشومانو د زیږون لپاره د خونديتوب احساس ولري.»

هاما زیاته کړه: «اوس مهال خلک د ماشومانو د پالني له چاپېریال څخه ناراضه دي او تر څو چې دا وضعیت سم نه شي، د زیږون کچه په لوړه نه شي.»

هاما دې ته ګوته ونيوله چې جاپان له اوږدې مودې راهیسې د کارګرو والدینو ماشومانو لپاره په وړکتونونو کې د ځایونو له کمښت سره مخ دي. که څه هم چې د ماشومانو شمیر خورا لږ دی. سربیره پردې د ښوونځي پروګرامونه، د سپورټ ټیمونه، او له ښوونځي څخه وروسته نور فعالیتونه تل فیس او مصارف لري.