د جرمني داخله وزیره غواړي د تابعیت ورکول اسانه کړي
۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبهاعلان
لکه څنګه چي المانۍ ورځپاڼي «بیلډ» د دغه وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی، په جرمني کي د اوسیدونکو خارجیانو زیږیدونکي اولادونه اتومات الماني تابعیت پلاس راوړي، پدې شرط چي د والدینو یوه برخه یې په جرمني کي «عادي قانوني اقامت» ولري. د خارجیانو دپاره د تابعیت ورکولو تر اوسه پوري لازمه موده به د اتو څخه پنځو کلونو ته رالنډه سي.