د ختيځ آلمان اقتصاد به په ليدل کيدونکي راتلونکې کښې د لويديځ آلمان سويې ته ورسيږی
۱۳۸۶ اردیبهشت ۱۰, دوشنبه
د اقتصادي څيړنو انستيتوت مشر Institut fuer Wirtschaftsforschung ادو لودويگ په برلين کې خپريدونکي ورځپانې برلينرڅايتونگ Berliner Zeitung ته په يوه مرکه کښې دا خبره کړیده، چې که د آلمان په خټيځ کښې اقتصادی وده څو کاله نور هم تر غربي آلمان څخه دوه په سلو کښې دوام ومومی، نو بيا د ختيځ آلمان اقتصاد به په ليدل کيدونکي راتلونکې کښې د لويديځ آلمان سويې ته ورسيږی.
https://p.dw.com/p/DKJ2
اعلان
ده ويلی دی، چې دا امکان لری او په ختيځ آلمان کښې د کلونو راهېسې د اقتصاد وده د غربي آلمان په پرتله لا ښه ده.