د خوست په محبس د بندیانو ورځنی ژوند په انځورونو کې
د خوست محبس بندیان د ورځې په جریان کې څه کوي؟ کومې ستونزې لري او د مسئولینو له خوا ورته کومې آسانتیاوې او د روزنیزو پروګرامونو زمينه مساعده شوې ده؟ تفصیل یي په دې انځوریز رپوټ کې کتلای شئ:
د خوست محبس مسؤلین په رسمي توګه د بندیانو د شمېر په اړه څه نه وایي، خو د پولیسو یوې سرچینې دویچه ویلې ته وویل چې دا مهال د خوست په محبس کې شاوخوا شپږ نیم سوه بندیان ساتل کیږي چې نږدې نیمایي یې سیاسي بندیان دي.
بندیان د مازدیګر لمانځه وروسته د محبس په انګړ کې یو ځای راټول شوې دي او مسؤلین یې ستوونزې او شکایتونه اوري.
دلته یو شمېر سیاسي او جنایي بندیان لیدل کیږي، چې د پنجرې تر شا ولاړ دي.
دا د سیاسي بندیانو اطاق دی. دا کسان طالبان دي او يا د افغان دولت پرضد د جرمونو په تور راوستل شوې دي. هغوی ته عدلیي او قضایي ارګانونه جزاګانې ورکړي.
د خوست محبس مدیر ډګروال محمد اسماعیل رسولي له بدیانوسره روغبړ کوي او د پنجرې ترشا بندیانو ستونزې اوري.
د دوشنبې په ورځ د بنديانو کورنۍ او دوستان یې له هغوی سره ملاقات ته راغلي. یو پلار ليدل کیږي، چې له خپل هغه زوی سره چې په سیاسي جرم بند دی، د پنجرې تر شا ملاقات کوي اوخپلو کې غږیږي.
د خوست په محبس کې زندانیانو ته د سواد زده کړې ورکول کیږي. دا يو درسي ټولګی دی، چې هر مازدیګر پکې بندیان درس وایي. دغه زندانیان وایي، لیک او لوست یې زده کړی دی.
بندیانو ته حرفه یي زده کړې هم ورکول کیږي. دا د بندیانو د خیاطۍ خونه ده او وایي، چې دا کسب یې زده کړی دی. د یو شمېر بندیانو کالیو ترڅنګ له محبس د باندې هم یو شمېر کسان ورته د ګنډلو لپاره کالي ورته رالیږي.
بندیان وایي، پخوا یې ډیرې ستوونزې لرلې، خو اوس یې د محبس دننه زياتي ستونزې هوارې شوې دي.
یو شمېر بندیان بیا شکایت کوي، چې تر اندازې زياته جزا ورکړل شوې ده. خو د خوست د استیناف محمکمې مسؤلینو او په همدې شان څارنوال تل ویلې دي، چې په څارنوالۍ او محکمو کې د پریکړو پر وخت هیڅ ډول بې عدالتي نه ده ترسره شوې.
د خوست محبس مدیر ډګروال محمد اسماعیل رسولي وايي چي د زندانيانو د ستونزو زياته برخه يې هواره کړې ده.
بندیان له دیني عالمانو سره پر هغو مسائلو بحث او خبرې کوي چې دوی ورسره په ورځني ژوند کې لاس او ګریوانه کیږي.
دغه بندیان هیله لري چې د دوی دوسیو ته دې ژر تر ژره رسیدګي وشي.