د داعش له خوا د ربړول شویو یزیدي ښځو له پاره نوې هیلې
د عراق په دهوک پوهنتون کې د هغو یزیدي نجونو او ښخو له پاره چې په اصطلاح د اسلامي دولت یا داعش له خوا ربړول شوي دي د تراما په برخه کې د رواني درملني یو انستیتیوت جوړیږي. دا په ټوله سیمه کې د خپل ډول لومړی بنسټ دی.
د مرستې په هیله
پروین علي باکو د داعش په بند کې د دوو کلونو وخت تر تیرولو وروسته، په تیښته وتوانیده. دغه ۲۳ کلنه یزدي ښځه له خپلې درې کلني لور سره نیول شوې وه. هغه چې اوس په عراق کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسیږي وايي: «زه هیڅ سم احساس نه لرم. زه اوس هم خوب نه لرم او بدن مې تل شخ وي.»
ویروونکي یادونه
کله چې پروین لوړ غږ اورې نو تل ویریږې ځکه د داعش هغه غړي یې په یادیږي چې دا یې نیولې وه. هغه تمه لري چې په عراق کې له یوه نوي جوړ شوي انستیتیوت څخه مرسته ترلاسه کړي. دغه انستییتوت د هغې پروژې برخه ده چې د آلمان د بادن ووتمبرګ ایالت له خوا تمویلیږي. په دې مرکز کې همدا اوس هم ۱۱۰۰ ښځې چې له اسلامي دولت څخه په تیښته توانیدلي دي مرستې ترلاسه کوي.
د کبرتو کډوالو کمپ
په آلمان کې د میشتو ۱۰۰۰۰۰ یزیدیانو ټولنې له دغو کسانو سره د مرستې هڅه کړې ده. د آلمان د بادین وورتیمبرګ ایالت د ۹۵ میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام تائید کړ چې په ترڅ کې به یې د درې کلونو په موده کې هغه یزیدي میرمنې چې د داعش له خوا ربړول شوي دي آلمان ته راوستل شي.
تر اوسه مرستې نه دي رسیدلي دي
د تندلارې ډلې اسلامي دولت، او عراقي ځواکونو تر منځ د جګړې له تودیدو سره لا ډیر قربانیان په دې توانیږي چې د داعش د غړو له بنده وتښتي. د عراق په شمال کې د کردانو په سیمه کې ۲۶ ارواح پیژندونکي کار کوي خو دغه سیمه بیا ۵.۵ میلیونه نفوس او له ۱،۵ میلیونه څخه ډیر کډوال او کورني بیځایه شوي کسان لري. د دغو ارواح پیژندونکو له ډلې څخه یو یې هم د «تراما» یا رواني ضربې د درملنې په برخه کې تخصص نه لري.
د هیلې څرک
د نوي جوړ شوي انستیتوت تر شا د تراما په برخه کې متخصص آلمانی ین کیزلهان دی. هغه پخپله هم یزیدي ریښې لري خو په شپږ کلنۍ کې آلمان ته کډوال شوی دی. د دې پروګرام په ترڅ کې ځایي ارواح پیژندونکې وروزل شي چې د تراما یا روانې ضربې لیدونکو ناروغانو سره مرسته وکړي.
روزنه
د پلان له مخې به د درو کلونو له پاره ۳۰ نوي مسلکي کسان وروزل شي او بیا دغه پروګرام د سیمې پوهنتونونو ته وغځول شي. په دې ترتیب سره به نو د لسو کلونو په موده کې ۱۰۰۰ مسلکي ارواح پیژندونکي وروزل شي. زده کوونکي به د روانې تراپي او د تراما د درملنې په برخه کې دوه ماستري ترلاسه کړي.
نور هم باید مرسته وکړي
کیزلهان د کډوالو په کمپونو کې له زرونو ښځو سره خبرې کړې دي. هغه وایي چې په دې سیمه کې عمومي تراما، ډله ییزه تراما او د عام وژنې قربانیان موجود دي. هغه زیاتوي: «له همدې کبله که موږ کولای شو نو باید مرسته وکړو. دا زموږ انساني دنده ده.»