د روغتيا نړيوال سازمان د سرطان د زياتېدو څخه خبرداری ورکړی
۱۳۹۸ بهمن ۱۵, سهشنبهد روغتيا نړيوال سازمان(WHO) نن سه شنبه د (د ۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ ۴ نيټه) سرطان د نړيوالې ورځې په مناسبت يو رپوټ وړاندې کړی دی. په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې په هغو هيوادونو کې به چې خلک یې منځنی او يا ټيټ عايد لري، تر۲۰۴۰م کال پورې به د سرطان د پېښو شمير پکښې ۸۱ سلني ته ورسيږي. البته که يې پر وړاندي د پاملړ گامونه پورته نه شي.
د ملگرو ملتونو دغه ادارې د دې علت دا ښوولی چې په هغو هيوادونو کې چې وسايل یې محدود دي، د مبارزې اصلي هدف یې ميکروبي ناروغۍ او د مور او ماشومان ښه ساتنه ده او د سرطان پر وړاندې اقداماتو ته پکې ډېره پاملرنه نه کيږي.
د سرطان د څيړنې د نړيوال آژانس د مشرې الیزابت وايدرپاس د معلوماتو په حواله په شتمنو هيوادونو کې بيا د سرطان پر وړاندې اغیزمنې مبارزې له کبله د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۵ م کال ترمنځ موده کې د دغه مرض له وجې د مړينو کچه ۲۰ سلنه ټيټه شوې ده.
د نوموړې په خبره بيا برعکس په بې وزلو هيوادونو کې يوازې ۵ سلنه شاتگ شوی دی. وايدرپاس غوښتنه وکړه چې په ټوله نړۍ کې دې د سرطان ناروغان په درملنه کې د ښه والي څخه «مساوي گټه» پورته کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان په خپل رپوټ کې اټکل کړی دی چې تر۲۰۴۰م کال پورې به په ټوله نړۍ کې د سرطان ناروغي ۶۰ سلنه ډیره شي. د دې سازمان د اټکلونو پر اساس د ۲۳ ميليارده يورو اضافي پانگونه کيدای شي په راتلونکو لسو کلونو کې تقريباً ۷ ميليونه انسانان د سرطان په مرض د مړه کيدو وژغوري.
bs/nz (AFP)
زموږ له آرشيف څخه: