د سرطان د درملنې په برخه کې يو بريالی کشف
۱۳۹۸ بهمن ۲, چهارشنبهد روغ پاتېدو له پاره د انسان د بدن دفاعي سیستم د خپل ځان او بريد کوونکي ترمنځ بايد توپير وکولی شي. تنظيمونکې «ټي – حجرې» چې ساینسپوه سيمون ساکاگوچي کشف کړي، د بدن په دفاعي سیسټم کې د نظم ساتلو او د «ځان د کنترول» په عمل کې مرسته کوي.
په دې توگه د اضافي عکس العلمونه مخه نيول کيږي. بې له دې حجرو بدن کله کله پر روغو حجرو هم بريد کوي.
ساکاگوچي لومړی ساينس پوه وو چې د دې حجرو ماليکيولي بنسټ او کار یې مشخص کړی دی. د بدن د معافيت د برخې دې جاپاني ډاکتر وښووله چې «ټي – حجرې» د هغه دفاعي حجرو په کار کې خلل اچوي چې تر حده ډېرې فعالې وي او د بدن پر حجرو بريد کوي.
په Autoimmune يا خود ايمني ناروغيو کې قضيه همداسې وي. يعني د بدن دفاعي سیستم د بدن پر نورو حجرو بريد پېلوي.
نوموړي ته د خپلې دې څېړنې له پاره د »پاول ايرلش او لودوگ دارم شتيتر« جایزه هم ورکول کیږي. د دې بنسټ مشر توماس بوهم وويل: «هغه له دې کشف سره يو نوی څپرکی پرانيستی دی. تنظيمونکې «ټي – حجرې» دا دنده لري چې په بدن کې موجودې وژونکې حجرې په کنترول کې وساتي.»
د درملنې له پاره یې اهميت
«ټي – حجرې» د انسان د ايمني سیسټم يوه ډېره مهمه برخه ده. دا حجرې له بدن سره مرسته کوي چې په اصطلاح د خپل ځان د تحمل کولو له عمل سره مرسته کوي. دا د بدن د دفاعي سیسټم وړتيا ده چې د پردي او خپل ترمنځ توپير وکولی شي او پر خپل بدن بريدونه ونه کړي.
خو که چېري دا سيسټم سم کار ور نه کړي نو د Autoimmune يا خود ايمني ناروغيو لکه د ديابت يا شکر د لومړي ډول، ايم ايس او يا روماتيزم په څېر ناروغيو خطر زياتيږي. حساسيتونه رامنځته کيږي او يا همدا ډول ورته عکس العملونه. دا د دې سبب گرځي چې له ټي حجرو پرته په کولمو کې طبيعي باکترياوې نه زغمل کيږي.
په ټوله نړۍ کې دمگړۍ د «ټي – حجرو» په اړه څيړنې رواني دي. د توماس بوهم په خبره دا حجرې د سرطان د څو ډولونو پر وړاندې په اغیزمنه مبارزه کې مرسته کولی شي. هغه زياتوي چې دا حجرې زموږ د بدن د دفاعي سيسټم يوه مهم برخه جوړوي.