د سګرتو له پریښودو سره په بدن کې کوم بدلونونه رامنځ ته کیږي؟
د هر سګرت له وهلو سره د انسان بدن ته ۲۰ ډوله زهري مادې رسیږي. دغه زهري مادي د انسان بدن ته ډیر تاوان رسوي. خو کله چې انسان سګرت پریږدي نو لږ موده وروسته بدن بیرته رغیږي.
۲۰ دقیقې له سګرتو پرته
تر وروستي سګرت ۲۰ دقیقې وروسته د زړه ضربې او د وینې فشار بیرته خپل عادي حالت ته راځي. په سګرتو کې موجود نیکوتین سمپاتیک اعصاب تحریکوي. دغه اعصاب د زړه ضربې او د وینې فشار لوړوي.
۱۲ ساعته له سګرتو پرته
که سړی ۱۲ ساعته سګرت دود نه کړي نو د وینې مونواکسید کمیږي او خپل طبعيي حالت ته راځي او په بدل کې یې د وینې اکسیجن لوړیږي. مونواکسید کربن د سګرتو د دود یوه برخه ده چې د ویني جریان ته داخیلیږي او په ویني کې د اکسیجن د جذبیدو مخه نیسي.
دوه ورځې له سګرتو لیري ژوند
که سړی دوه ورځې سګرت و نه کاروي نو د لید او بوی حسونه یې ښه کیږي. د سګرتو دود دغه دوه حسونه تر فشار لاندې راوړي.
له سګرتو درې ورځې لیرې ژوند
که سړی درې ورځې سګرت دود نه کړي نو سږي آرامیږي او نفس اخیستل اسانه کیږي. په دې وخت کې په بدن کې نیکوتین نه وي د سګرتو پریښودو نښانې لا څرګندیږي. په دغو علایمو کې د سر درد او عضلاتو خسته ګي شامله وي.
د سګرتو تر پریښودو څو میاشتې وروسته
د سګرتو تر پریښودو څو میاشتې وروسته وینه ښه کیږي. د سږو ظرفیت هم لوړیږي. انسان کم ټوخیږي.
یو کال، دوه کاله او ۱۵ کاله پرته له سګرتو ژوند
د سګرتو تر پریښودو یو کال وروسته د زړه په ناروغیو د اخته کیدو ګواښ ۵۰ سلنه راکمیږي. لس کاله وروسته د سږو د سرطان ګواښ ۵۰ سلنه کمیږي او ۱۵ کاله وروسته د دغو ناروغیو د را منځ ته کیدو ګواښ دومره وي لکه په یوه داسې کس کې چې هیڅ یې سګرت نه وي دود کړي.