د سیمې او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
افغان دیپلومات په لایبیریا کې د ملگرو ملتونو د ماموریت مشر شو
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د چهارشنبې په ورځ افغان دیپلومات فرید ظریف په لایبریا کې د دغه سازمان د ماموریت د مشر په توگه ټاکلی دی. د لویدیځي افریقا دغه هیواد د ایبولا د ساري ناروغۍ څخه بیرته د هوسا کیدو په تلاښ کې دی. ظریف چې اوس په کوسوو کې د ملگرو ملتونو د ماموریت مشري پر غاړه لري د سویډنۍ دیپلوماتي کرین لندگرېن، ځای ناستی به شي. (په انځور کې)
په تیانجین کې د قربانیانو شمیر زيات شوی
د چین په بندري ښار تیانجین، کې سختو چاودنو لږ تر لږه ۴۴ تنه وژلي دي. د دغه هیواد دولتي خبري آژانس «شین هوا» د خبر له مخې د قربانیانو کې د اطفایې ۱۲ تنه کارکوونکي هم شامل دي. ويل شوي دي چې ۵۲۰ تنه ټپیان د درملنې له پاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي چې د ۶۶ تنو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی. اطفایه یا اور وژونکي عملې ته د چهارشنبې په ماښام ناوخته په یوه بندري گدام کې د اور لگیدنې خبر ورکړل شوی وو.
په عراق کې چاودني ۵۰ انسانان ووژل
په عراق کې د یوه موټر بم چاودني له کبله لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي. دغه خبر د پولیسو او روغتیا پالو له قوله ورکړل شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې د چاودیدونکو توکو یوې ډکې لارۍ ته د صدر په سیمه کې چاودنه ورکړل شوې ده. د دغې ناحیې زیاتره اوسیدونکي شیعه مذهبه دي. لا تر اوسه هیچا د دغې چاودني مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
ماري پول ښار ته څیرمه سخته جگړه روانه ده
د اوکراین بندري ښار ماري پول ته څیرمه د روسيې پلوه بیلتون غوښتونکو او د اوکراین د حکومتي ځواکونو تر منځ له تیرو څو ورځو راهیسې سخته جگړه روانه ده. دغه ښار له ستراتیژیک لحاظه مهم گڼل کیږي. د رپوټونو له مخې دواړو غاړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دغه نښتې د ماري پول او دنېڅک چې د بیلتون غوښتونکو پوخ سنگر گڼل کیږي تر منځ د پرتې لارې یوې برخې ته متمرکزه دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له بشارالاسد سره لیدلي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سوریې له واکمن بشارالاسد سره د ملاقات پر وخت خپل د سوریې گاونډي هیوادونه د افراطیت پر ضد مبارزې ته رابللي دي. په پلازمینه دمشق کې له بشارالاسد سره تر ملاقات وروسته جواد ظریف ویلي دي: «اوس وخت رارسیدلی دی چې حقیقت ومنو، د سوریې د ولس هیلو ته ځواب ووایو او د افراطیت، تروریزم او فرقه پالنې پر ضد مبارزه وشي.»