د شپې خرهاری او د الزايمر ناروغۍ د خطر ډېريدل
۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبهطبي ژورنال «هيلت لاين» لیکي چې دا څیړنه ښیي چې د خوب اپنیا يا د خوب پر مهال د لنډې شيبې له پاره د ساه بنديدل او په ژور خوب نه ویده کيدل، د خوب اوږدمهاله اختلال دی چې کولی شي نور روغتیايي خطرونه زیات کړي، لکه د معدي ناروغي او زړه ناروغي او د وینې لوړ فشار.
دا څه اکثره وخت، خو تل نه، د خرهاري په واسطه څرگنديدیږي او د هغه چا له پاره ځورونکي وي چې د دوی تر څنګ ویده وي. په هر حال، دا تر ځورونکي ستونزې ډېره ده.
په خوب کې اخلال څومره خطرناک دی؟
دا څېړنه چې د چهار شنبې په ورځ د نیورولوژي په ژورنال کې خپره شوې، د خوب او دماغ د روغتیا اړوند عوامل يې څېړلي دي. په روچیسټر کې د مایو کلینیک د څیړونکو په وینا دا بایو مارکرنونه د دماغي ناروغۍ حساستوب په نښه کونکي دي او دا يې موندلې چې د خوب، ژور خوب او د سست خوب کمې څپې، د دې بایومارکرنونو سره تړاو لري، ځکه چې په مغزو کې د دې بدلونونو له پاره هیڅ درملنه نشته. له همدې امله د دوی د پیښیدو یا خرابیدو د مخنیوي له پاره باید لارې چارې وموندل شي.
په دې څیړنه کې ۱۴۰کسان شامل وو چې منځنې عمرونه یې ۷۳ کاله دی. هر برخه اخیستونکي د خوب اپنيا درلوده، خو تر څېړني دمخه يې ديمنس نه درلود. د څېړنو د پایلو له مخې، د سست يا ژور خوب په مرحله کې په دماغ کې د سپینو مادو اندازه ډیریږي.
دا اندازه د ۲،۳ کلونو د عمر زیاتوالی سره مساوي ده. له همدې امله، هغه چا چې د سست خوب څپه یې ۲۰ سلنه کمه وه د ۴،۶ کاله ډير عمر لرونکي سړي په څیر سپینې مادې لرلي. په لوړ غږ خريدل د خوب د اپنیا یو له عامو نښو څخه ده. خو ټول هغه کسان چې په خوب کي خریږي د خوب اپنیا نه لري. هغه خلک چې د خوب اپنیا تجربه کوي په خپله ساه اخيسته يا تنفس کې وقفه لري.
دغه راز هغه کسان چې د خوب په ناروغۍ اخته وي، اکثره د ورځې په اوږدو کې د ستړيا او سستوالي احساس کوي، خوب کوي، یا ډیره قهوه څښي.
د خوب د اپنیا له پاره خطر، ډیر وزن او کوچنۍ ژامه ده. د پوزې بنديدل او الرجی کولی شي دا ستونزه نوره هم زیاته کړي.
د څېړونکو په وینا، دا مهمه ده چې د خوب د اپنیا سره د خلکو د خوب د کیفیت ارزونه وشي، ځکه چې د شپې په اوږدو کې دماغ ته په کافي اندازه اکسیجن ورکول د دماغ روغتیا ته وده ورکوي.