د ليبيا لسو ورځو جنګونو ۱۲۱ تنه ووژل
۱۳۹۸ فروردین ۲۵, یکشنبهد ليبيا له پاره د روغتيا د نړيوال سازمان د تويتري حساب په حواله دغه سازمان طرابلس ته طبي مرستې او بېلابېل توکي لېږي چې ورسره سم يې «پر روغتيايي کارکوونکو او د هغوی پر موټرو د تکراري بريدونو» غندنه کړې ده. د حفتر ځواکونه چې د ليبيا د ختيځ لويې برخې کنترولوي، هغو نړيوالو غږونو ته غاړه نه ږدي چې له مخې يې بايد د حکومت پر ضد جګړې ته د پای ټکی کښېږدي. د ليبيا د يووالي حکومت تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو له خوا په رسميت پېژندل کيږي.
د سيسي او حفتر ليدنه
د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر ويلي دي چې څه باندې ۱۳۵۰۰ تنه د ليبيا د دغو نښتو له کبله بې ځايه شوي دي، په داسې حال کې چې څه باندې ۹۰۰ تنه په موقتي استوګنځايونو کې ژوند ته اړ ايستل شوي دي. په دې ترڅ کې خبر ورکول کيږي چې د مصر ولسمشر سيسي له حفتر سره په قاهره کې وليدل څو د ليبيا د وروستيو تحولاتو په هکله ورسره خبرې وکړي. د دغې غونډې په هکله نور جزيات نه دي ورکول شوي.