د ماسکونو په جوړولو کې خلاقیت
په داسې حال کې چې د آلمان په ګډون د نړۍ ډیر شمیر نور هیوادونه په عامو ځایونو کې د ماسکونو له استفادې سره عادتیږي، ځینې کسان د ماسکونو په جوړولو کې له خلاقیت څخه کار اخلي.
ګرافيتي ماسکونه
دا په آتن کې د ګرافیتي یو ۱۶ کلن هنرمند دی چې د ماسک نقاشي کوي. په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپریدو سره د ماسکونو انځورونه په ډیرو ګرافیتیو کې لیدل کیږي.
په مود برابر ماسکونه
د فیشن لوی شرکتونه هم د دې نوي ضرورت نوې طرحې وړاندې کوي. ځو ټولې طرحې بیا د روغتیا نړیوال سازمان له خوا نه دي تایید شوې. دغه ماسک په فبروري کې په نیویارک کې نندارې ته وړاندې شوی وو.
نندارې ته د ماسکونو وړاندې کول
په نیویارک کې نندارې ته وړاندې شوي ماسکونه، تر محافظتي توکي ډیر د سینګار توکو ته ورته وو. خو په داسې حال کې چې طبي ماسکونه باید د روغتیا برخي کارکوونکي استعمال کړي، د ټوټې ماسکونه د عامو خلکو له پاره یو بدیل ګڼل کیدای سي.
د مشهورو ډیزاینرانو ماسکونه
په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د خپریدو له کبله اقتصاد سخته ضربه لیدلي ده، ډیر مطرح طراحان د ماسکونو جوړولو ته مخه کوي. په برلین، کولن او مونشن کې د فیشن نوي شرکتنه رنګه ماسکونه ډیزانوي.
له نورو جامو سره سازګاره ماسکونه
په برلین کې د نیکټايي جوړولو یو شرکت هغو کسانو ته چې غواړي له خپلې نیکټايي سره همرنګه ماسک ولري، دغه اسانتیا برابروي.
د خپلو سیمو معرفي کول
د اپریل پر ۲۷مه نیټه په آلمان کې د ماسک اغوستلو نوي قواعد عملي شول خو د دې هیواد هر ایالت د خپلو ځانګړو قواعدو پلي کولو مسئولیت لري. ځینې کسان د خپلو ایالتونو ځانګړي نښانونه په خپلو ماسکونو کې کاروي.
بیلابیل انتخابونه
له تکو څخه بیلابیل ډول ماسکونه چې پر اوبو د پاکیدو وړتیا لري، جوړیدای شي.
د هرې ورځې له پاره یو ماسک
که څوک له یوه څخه ډیر ډول ماسکونه لري، کولی شي هره ورځ یو ډول ماسک واغوندي.
چاپیریال دوسته ماسک
که څوک نه غواړي له تکو څخه د ماسکونو په جوړولو کې کار واخلي، نو کولی شي چې نورې لارې چارې وسنجوي. دغې فلسطینې نجلې له پاڼې د ځان له پاره یو ماسک جوړ کړی.
هنري اثارو ته ماسک اچول
د آلمان په بریمن ښار کې دغې مجسمې ته هم ماسک اچول شوی دی.
د اوسني وخت سمبول
دغې لویې مجسمې ته هم د اوسنېو حالاتو د په ډاګه کولو له پاره ماسک اچول شوی دی.