د مجردانو په ورځ چین د انلاین خرڅلاو بل ریکارډ ټینک کړ
۱۳۹۷ آبان ۲۰, یکشنبهپه چین کې د مجردانو د ورځې په مناسبت د انترنتي تخفیفونو د ترلاسه کولو له پاره چینانانو تر تیر کال لا ډیرې پیسې مصرف کړي دي. چینانانو د دغې ورځې په لومړیو دوو ساعتونو کې د انترنت له لارې د توکو په رانیولو ۱۴ میلیارده ډالر مصرف کړي دي. په دې ترتیب سره په داسې حال کې چې چین د امریکا له متحده ایالاتو سره په سوداګریزه جګړه کې بوخت دی، چین د انلاین پېر پلور په برخه کې خپل د تیر کال ریکارډ مات کړ.
په چین کې انترنتي پیرودونکو د «مجردانو د ورځې» په مناسبت د انترنتي تخفیفونو د ترلاسه کولو له پاره په لومړیو دوو ساعتونو کې په مجموعي ډول ۱۴ میلیارده ډالر مصرف کړي. بل لوري ته چینایانو د مجردانو د ورځې د پیل په لومړیو نهو ساعتونو کې د علي بابا په نامه د انترنتي سوداګریزې پاڼې څخه له ۱۹ ملیارده د ډیرو ډالرو توکي رانیولي دي.
د ساوت چاینا پوسټ په نامه د چینايي ورځپاڼې په حواله دغه پیښې د تیرکال د همدې ورځې په مناسبت ۳ میلیارده ډیروالی ښيي. د یادې ورځې د پاڼې په حواله داسې بریښي چې علي بابا انترتي پاڼه به د تیر کال خپل ریکارډ مات کړي. تیرکال علی بابا انترنتي پاڼې د مجردانو د ورځې په مناسبت ۲۵،۴ ډالره خرڅلاو کړی وو.
د مجردانو د ورځې لمانځنه په ۱۹۹۰م کال کې په چین کې د پوهنتون د یو شمیر زده کوونکو له لوري پیل شوه. دغو زده کوونکو د ژوند ملګری نه درلود او یوازې یې ژوند کاوه. چینايي سوداګر هر کال د همدې ورځې په مناسبت پر خپلو تولیداتو تخفیف وضع کوي او ګڼ شمیر چینایان ټول کال د همدې ورځې انتظار باسي. دغې ورځې ته په چین کې د «ډبل ۱۱» اصطلاح هم کارول کیږي، ځکه دغه ورځ هر کال د نومبر میاشتې په ۱۱ نیټه لمانځل کیږي.
زموږ له آرشیف څخه: