د مصنوعي باڼو زیان رسونکې اغیزې
۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبهد سینګار په صنعت کې د مصنوعي باڼو استعمال ورځ تر بلې مخ پر ډیریدو دی. دا باڼه تر یوې اوږدې پروسې وروسته د انسان سترګو ته ښکلا وربخښي.
مصنوعي باڼه په دوو طریقو لګول کیږي: لومړۍ او آسانه طریقه یي دا ده چې په بازار کې ترلاسه کیدونکي باڼه پر لیمو نصب شي. خو په دویمه طریقه کې بیا یو یو ویښته د یوه مخصوص سریخ په وسیله د طبیعي باڼو ترمنځ کښینول کیږي. په دې طریقه کې یوازې د پورتني لیمې د تیارولو له پاره له ۱۵۰ څخه تر ۲۵۰ پورې ويښتان لګول کیږي چې دا کار شاوخوا درې ساعته وخت نیسي. سربیره پر دې دغه باڼه باید لږ تر لږه د ۲۴ ساعتونو له پاره له اوبو سره په تماس کې نه شي.
مصنوعي باڼه یوازې سترګې ښایسته کوي نه، بلکه کیدای شي له دې امله د سترګو سوی یا سوزش رامنځ ته شي.
د پوستکي او حساست د څانګې کارپوهه پروفیسوره کرستیاني بائرل، وایي: «له دې سره په سترګو کې د خارښ او سوزش لړۍ هم پيلیدی شي.»
نوموړې زیاتوي چې دا یو شمیر نور حساسیتونه هم رامنځ ته کولی شي چې د هغې زغمل بیا ډیر مشکل تمامیږي. سربیره پر دې د سترګو په شاوخوا برخه کې د سوزش پيدا کیدو خطر هم موجود وي. بائرل وایي: «د سترګو په لاندې او پورته برخو کې پړسوب پيدا کیږي، خو دا موقتي وي او ژر بیرته له منځه ځي.»
ښکلا نه، بلکه حفاظت
د بڼو اصلي هدف د ښایست زیاتول نه، بلکه زموږ د سترګو حفاظت او ساتنه ده. دا سترګو ته د ګرد او غبار په څیر د کوچنیو زراتو د داخلیدو مخه نیسي. باڼه له خولو، هوا او شدید موسم څخه هم د سترګو حفاظت کوي. له هرو څلور څخه تر شپږو میاشتو په موده کې د انسانانو لیمه په اصطلاح نوي باڼه شنه کوي. یو باڼه له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ورځو پورې ژوند لري.
د سترګو د جذابه کولو له پاره د وریښم، مصنوعي تارونو او یا هم له حیوناتو څخه تر ویښتان د بڼو له پاره کارول کیږي.
زموږ له ارشیف څخه