د ملګرو ملتونو ېوې لوړپوړې چارواکې افغانستان ته سفر کړی
۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۱, دوشنبه، د يکشنبې په ورځ مازديګر کابل ته ورسيده. هغې د کابل په هوايي دګر کې له خبریالانو سره په خبرو کې وويل چې اړمنو خلکو ته د مهمو بشري خدماتو په رسولو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده.
د «یو ان اچ سي آر» له خوا د ېوې خپرې شوې اعلامېې پر اساس، میرمن تریګز غواړي له طالب چارواکو سره په یاد سازمان کې د ښځېنه کارکوونکو د کار د ادامې په اړه خبرې وکړي. دا افغانستان ته د هغې لومړنۍ سفر دی.
ورته نور ولولئ: ديرشو مدني ټولنو په دوحه کې د افغانستان د غونډې په اړه اندیښنه څرګنده کړې
میرمن تريګز د افغانستان اړمنو خلکو، له هغې جملې داخلي بېځایه شویو او هیواد ته بېرته ستنو شوو مهاجرو سره د بشري مرستو له ادامې څخه ډاډ ورکړ.
نوموړې وويل: «موږ د ملګرو ملتونو سازمان له نورو بنسټونو سره اړمنو خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو ته ژمن يو چې په مختلفو دلايلو ېې خپل کورونه او کلي ترک کړي دي.» په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکې به د افغانستان يو شمېر ولایتونو له هغې ډلې بامیان ته سفر وکړي.
ورته نور ولولئ: ګوتریش او استازي د افغانستان د بحرانونو اړوند پر مهمو ټکو غږيږي
طالبانو پر افغانستان د بېا واکمنېدو راهېسې د ښځو د فعالیتونو په اړه محدودیتونه وضع کړي چې په وروستیو کې ېې د ملګرو ملتونو سازمان په دفترونو کې هم ېې هم د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ. د طالبانو دغه اقدام د یاد او نورو مرستندويه سازمانونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوی خو طالبان بیا وايي چې دا د افغانستان خپله داخلي موضوع ده.
میرمن جیلیان تريګز په داسې وخت کې افغانستان ته سفر کړی چې دا وخت د ملګرو ملتونو سازمان مشر، آنتونيو ګوتریش په دوحه کې د افغانستان په هکله د یوې غونډې کوربتوب کوي.