د منگهوت له سمندري طوفان وروسته تصفیه کارۍ
د منگهوت له سمندري طوفان وروسته، د فلېپین په ایتوگون ښار کی سختې ورانۍ او ویجاړۍ تر سترگو کیږي. په دغه ښار کی د بیارغونې او تصفیوي کارونه پیل سوي. خو د ژوندي پاته سوو کسانو په اړه هیلې ډیری کمې دي.
تر پنځوسو کسانو پوری لادرکه دي
ددغه سمندري طوفان له امله د فلېپین په ایتوگون ښار کی په مجموعي ډول ۶۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور کسان بیا لادرکه دي. هلته د سخت اورښت له امله د مځکی ښوییدنې په نتیجه کی د غره کیندونکو یوه سرپناه ونړیدله چې پکښي ۵۰ تنه کارگران اوسیدل.
سخت کاری شرایط
مرسته کوونکي د بیل او کلنگ او یا هم تشو لاسونو په واسطه، هغه خټې اړوي او را اړوي چی پکښې نړیدلې ونې پرتې دي او له کاڼو او لوټو څخه ډکې دي.
په لادرکه کسانو پسې لټه
په لادرکه کسانو پسې لټه دوام لري. د ایتوگون ښاروال ویکتوریو پلنگدان وایي « موږ به خپل کار ته همداسي دوام ورکو تر څو ټول قربانیان راویستل سي.» خو په دې اړه یې نوره خپله هیله له لاسه ورکړې چې کوم څوک به ژوندي پاته وي.
له بولدوزرانو څخه کار اخیستل سخت ښکاري
له مځکې ښویدنط څخه وروسته د بولدوزرانو کارول ناممکن بریښي. د مځکې زیاته برخه ډیره «نرمه»سوې ده او د ثقلیو وسایلو طاقت نه لري. په داسي حال کی چی بولدوزورونو ته سخته اړتیا سته تر څو دا هر څه منظم او تصفیه سي.
د قربانیانو را ایستل یو ستونزمن کار دی
یو داوطلب کس وایي چې د پورته او کښته لارو له امله د مرسته کوونکو سمبالول ډیر سخت دي. علاوه پر دې د رهنما څراغونو کمښت لیدل کیږي تر څو مرسته کوونکي وکولای سي په شپه کی هم خپلې لټی ته ادامه ورکړي. د یوه رپوټ له مخی ساحلي څارونکي غواړي د قرباینانو د لټولو له پاره خپل ځانگړي سپي د ایتوگون ښار ته واستوي.
آیا د کانونو ایستل د هغه علت وو؟
ښار وال بیا د مځکې ښویدنې علت غیرقانوني غر کیندنه بولي. د هغه په خبره دغه سیمه په اصل کی نوره پریښودل سوې وه خو بیا هم ځینو کان کیندنو له هغې څخه کار اخیسته.
په چین کی د څلورو کسانو مړينه
د چین جنوبي برخه هم سخت طوفان اغیزمنه کړې ده. د طبیعی پیښو په وړاندی د مبارزې د ادارې په حواله د دغه طوفان له امله څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. درې تنه د ونو د چپه کیدو او یو تن د ودانۍ د نړیدو له امله له منځه تللی دی.
په چین کی هم د تصفیه کارۍ کارونه
دلته په هانگ کانگ کې هم ، نوموړي طوفان ځینی نښې له ځانه پرې ایښي دي. په دغه څو میلیوني ښار کی ژوند تقریباً په ټپه دریدلی وو. د عینی شاهدانو په حواله حتی ځینې لوړې ودانۍ هم په لړزیدو راغلي وې.