د مور د شیدو او د شیدو ورکولو ۱۰ په زړه پوري حقیقتونه
په ټوله نړۍ کي نژدې ۴۰ سلنه ماشومان چې شپږ میاشتني سوي نه وي د مور په شیدو تغذیه کېږي. ملګري ملتونه وايي چي د مور شېدې د لومړي واکسین غوندي کار ور کوي، خو ګټه يې ډېره ده.
د مور شیدې څنګه پيداکېږي؟
د مور شیدې ان له زېږون څخه ترمخه د میندوارۍ پرمهال جوړیږي. خو پروژسترون هورمونونه او پرولا کتین غدې له زېږون څخه نژدې ۲۴ ساعته وروسته دمورشیدې په حرکت راولي. دانو د کوچني کار دی، چي په اول وار د مور تی روي د مور د شیدو ورکولو پرېکړه کوي. پردې سربېره د پرولاکتین هورمون د مور عصبي سیسټم او د شیدو د تولید اندازه تنظمیوي.
کوچني ته ولي د مور شېدې دومره ګټوري دي؟
د کوچني له پاره د مور شیدې دومره ګټوري دي چي بیخي د چا زړه ته نه لویږي. په اوله اوونۍ کي د مور شیدې د کوچني د کولمو د ساتني او عفونیت دنده لري، په هضم کي مرسته کوي او د باد او برېښ څخه کوچنی ژغوري. د مور شیدې د نوي زېږېدلي کوچني له پاره ځواکمني، ساتندویه او له بېلا بېلو حساسیتونه څخه يې مخنیوی کوي. پر دې سربېره د مور شيدې رودل د زامي او تالو له جوړولو سره مرسته کوي.
د مور په شیدو کي کوم ګټور مواد سته؟
د مور په شیدو کي د ګټورو موادو لړلیک خورا اوږد دی. له هغو څخه مهم يې معدني مواد، ویټامینونه، غوړزګي او امینو اسید، په همدې ترتیب نوکلئوتیدونه، چي د « ډي این اې» په جوړولو کي اساسي رول لري. کاربوهایدرېډونه، چي انرژي چمتوکوي، نور هغه د ودي فکټورونه چي د کولمو په اوبدلي پوښښ کي د معافیتي سیسټم له خوا کارول کيږي مرسته کوي، ترڅو له بدن سره د باندنیو میکروبونو په پېژندلو او شنډولو کي همکاري وکړي.
د مور د شیدو بېلا بېل پړاونه
د مور شیدې تل د بدلون په حال کي دي. د شیدو ورکولو په لومړیو ورځو کي د مور د شیدو غدې د«کولسټروم» په نوم یوه داسي ماده تولیدوي چي ډېر غذايي مواد لري. له څلورمي ورځي وروسته لنډمهاله شیدې رامنځته کېږي، په لسمه ورځ د شیدو ورکولو غدې بشپړیږي، خو دا یوازې یوه مرحله نه ده، بلکي د مور شیدې د کوچني د ودي د بېلا بيلو مرحلو سرسم بدلیږي.
یوه ښځه د ورځي څومره اندازه شیدې کوي؟
یوه ښځه هره ورځ تر یو لېټر پوري شیدې تولیدوي. نوی زېږېدلی کوچني په هر «واري خوراک» له ۲۰۰ ملي لیټرو څخه تر ۲۵۰ ملي لیټرو پوري شیدې روي، خو ښځه کولای سي چي د نوي زېږېدلي کوچني له اړتیا سره سم لږ یا ډېري شیدې تولید کړي.
نوي زېږېدلي کوچني ته باید ترڅو میاشتو پوري شیدې ورکول سي؟
په دې اړه بېلا بیل نظرونه موجود دي، د روغتیا نړيوال سازمان او د شیدو ورکولو ملي کمېسیون میندو ته لارښوونه کوي، چي باید ترڅه کم شپږو میاشتو پوري نوي زېږېدلي کوچني ته شیدې ورکول سي، خو په څلورمه میاشت کي باید له شیدو ورکولو سره غذا هم ور زیاته سي.
فرهنګي توپيرونه
په بېلا بیلو فرهنګونو کي د شیدو ورکولو وخت فرق لري. د مثال په ډول په بوفي، چي د افریقا په منځنۍ برخه کي پروت دی هلته کوچنيان تر ۵۳ میاشتو یعني تر څلورنیمو کالو پوري د مور شیدې روي. په دې وخت کي یوه مور له تصوره لیري ۱۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي، خو په ټوله نړۍ کي په منځنۍ کچه نویو زېږېدلو کوچنیانو ته ۳۰ میاشتي د مور شیدې ورکول کیږي.
د مور شیدې
پخوا په ځینو هیوادونو کي د «مورشیدې» د نامه پرځای د « ښځي شیدې» نوم کارول کېدی دا په ۱۸مه مېلادي پېړۍ کي له کمپاین څخه وروسته په دغه نامه بدل سو، په دې وخت کي میندو ته لارښوونه کیده چي خپل کوچنیان دایانو ته ونه سپاري او خپله هغوی ته شیدې ورکړي. ميندي بايد کوچنیان تغذيه کړي، نه نوري بېګانه ښځي.
په عامو ځایونو کي کوچني ته شیدې ورکول جنجالي دي
په عامو ځایونو کي کوچني ته د شیدو ورکول عامه خبره نه ده او په یو شمېر هیوادونو کي پر دغه کار بندیز دی، خو په یوشمېر لوېدیځو هیوادونو کي بیا کوچني ته په عام محضر کي شیدې ورکول عادي خبره ده.
د حيواناتو او انسانانو تی/ شیدې ورکول
انسانان او حيوانات خپلو اولادونو ته د شیدو ورکولو پرمهال يې پاملرني یو ډول نه وي، انسان که هر وخت وغواړي کولای سي اولادونو ته شیدې ورکړي او یا ګرسره هیڅ شیدې ورنه کړي. کوچني څاروي بیا تر هغه مهاله په خپلو میندو پوري تړلي وي او د مورشیدې روي، ترڅو پر خپلو پښو د څرېدو او خوړو پیداکیدو توان پیداکوي. د مثال په ډول هومینید بیزوګاني له پنځو تر اوو کالو پوري خپل نوي زېږېدلي بچي ته شیدې ورکوي.