د ناکامورا په یاد شمع بلې شوې
۱۳۹۸ آذر ۱۴, پنجشنبهډاکټر تیتسو ناکامورا چې د پي ام اس په نوم د جاپانۍ مرستندویه موسسې مشر وو د چهارشنبې په ورځ یې پر موټر د جلال آباد ښار لومړۍ ناحیې اړونده سیمه کې د نامعلومه وسله والو له خوا برید وشو. په برید کې لومړی دی ټپي وو خو د چارواکو په وینا کله چې له ننګرهاره، بګرام ته انتقالیده نو د جلال آباد په ملکي هوایي ډګر کې یې د ورپيښو ټپونو له کبله ساه ورکړه. په دغه برید کې نور پنځه کسه هم وژل شوي چې د ده ساتونکي او موټر چلونکی پکې هم شامل دی.
د چهارشنبې په ماښام په جلال آباد ښار کې یو شمیر کسان راټول شوي وو او په خپلو ویناوو کې یې د هغه خدمات وستایل. په پام کې ده چې د پنجشنبې په ماښام پلازمېنه کابل کې هم د جاپان سفارت مخې ته خلک راټول شي او په یاد یې شمع بلي کړي.
د ډاکتر تيتسو ناکامورا وژل کیدو د ټول افغانستان په کچه غبرګونونه راپارولي دي. نوموړي د خلکو په منځ کې ډیر محبوبیت درلود او په ختیځو سیمو کې یې یو شمیر پروژي سرته رسولي او ځینې تر لاس لاندې وې. دغه ۷۳ کلن چې له ۲۰۰۸م کال راهیسې په افغانستان کې وو د اوبو رسولو یو شمیر پروژې یې بشپړي کړي دی. د ده د خدماتو په بدل کې ورته ځایي خلکو د «کاکا مراد» لقب ورکړی وو.
لا تر اوسه د ناکامورا د وژل کیدو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی او پولیس وایي چې په دې هکله یې څیړنې روانې دي.