د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډگرونه
دا چې په نړۍ کې د هوايي مسافرو شمير زياتيږي نو هوايي ډگرونه هم بايد د ځواب ويلو له پاره ستر وي. چين به په دوو کلونو کې د نړۍ تر ټولو ستر هوايي ډگر ولري، خو نور هيوادونه هم پلان لري چې خپل ميدانونه پراخ کړي.
پيکنگ ـ داکسنگ
د نړۍ په تر ټولو ستر ميدان د بدليدو وړتيا د پينکنگ دا نوی ميدان لري. پينکنګ ـ داکسنگ به يوه ورځ دا وړتيا ولري چې له کال کابو۱۰۰ ميليونه مسافر دلته کښته پورته شي. خو د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر مياشت کې به تر پرانیستو وروسته دلته په کال ۴۵ ميليونه انسانان تگ راتگ کوي. د دې ميدان پر پراخولو تر لس ميليارد زياتې يورو مصرف شوي. خو د نړۍ تر ټولو ستر ميدان تر اوسه په امريکا کې دی.
اتلانتا، تر ټولو ستر ميدان
له دې ځايه لا په ۲۰۱۶م کال کې کابو ۱۰۴ ميليونه انسانانو سفرونه وکړل. په ۲۰۱۵م کال کې اتلانتا تر۱۰۰ ميليونو زياتو مسافرو په انتقالولو سره نړيوال ريکارد جوړ کړې وو.
دوبۍ
د دوبۍ په نړيوال هوايي ډگر کې ډير سيالانيان او تجاران کښته پورته کيږي: په کال کې د ۸۳ ميليونه مسافرو سره د متحدو عربي اماراتو دا نړيوال هوايي ډگر د نړۍ دريم ستر هوايي ډگر دی. دا ميدان جنوب ختيځې آسيا، هند او استرليا ته د سفر يو مهم دمه ځای دی.
لندن هيترو: د اروپا تر ټولو ستر ميدان
په ۲۰۱۶م کال کې د لندن هيترو هوايي ډگر د تر ۷۵ ميليونه زياتو مسافرو په لرلو سره د اروپا تر ټولو ستر ميدان دی. د مسافرو شمير يو وخت ښايي نور هم زيات شي. له همدې وجې دلته زاړه ترمينلونه نړول کيږي او نوي جوړيږي. د شپږم ترمينل په بشپړيدو سره به دا ميدان په کال کې د کابو ۱۱۵ ميليونه مسافرو وړتيا ولري.
شال دو گول، د اروپا دويم ستر هوايي ډگر
د فرانسې دا هوايي ډگر په کال کې د کابو ۶۶ ميليونه مسافرو په درلودو سره د اروپا دويم او د نړۍ نهم ستر هوايي ډگر دی. شال دو گول هوايي ډگر په پاريس کې دی.
فرانکفورت، د آلمان تر ټولو ستر هوايي ډگر
په فرانکفورت ميدان کې له کاله کابو۶۰ميليونه مسافر کښه پورته کيږي. په دې توګه دا د نړۍ ۱۳ ستر هوايي ډگر دی خو د دې ميدان د پراخولو کارونو په پام کې نيول شوي.
شنگهای
د شنگهای هوايي ميدان د پيکنگ او هانگ کانگ تر هوايي ډگرونو وورسته د چين دريم ستر هوايي ډگر دی. خو د شنگهايي «پودونگ» په نوم دا ميدان د يوازيني معلق مقناطيسي ریل درلودو له وجې هم ډير مشهور دی. د دې ريل سرعت ډير زيات دی.
د برلين هوايي ډگر
د برلين هوايي ډگر چې د جوړولو کارونو يې ډير وخت ونيو، تر مخکې ذکر شويو هوايي ډگرونو کوچنی دی خو دلته به هم له کاله کابو ۲۲ ميليونو مسافر تگ راتگ وکړي. خو تر بشپړيدو د مخه یې لا د پراخولو پلانونه په پام کې نيول شوي دي.
د جنوبي اتلانتيک کوچنی ميدان
سانت هيلينا په اتلانتيک کې پروت يو کوچنی هوایي ډګر دی چې په ۲۰۱۶م کال کې ورته د فعاليت جواز ورکړل شو. له دې هوايي ډگره لومړي پروازونه د ۲۹۱۷م کال د اکتوبر پر۱۴ نيټه پيل شول. دا ميدان به هيڅکله هم د سترو هوايي ډگرونو په کتار کې ونه دريږي. د خپل ډير مصرف له کبله ورته د برېتانيا رسنيو د «نړۍ د تر ټولو بيکاره» هوايي ډگر نوم ورکړی دی.