د نړۍ تر ټولو ستره الوتکه چې هم په اوبو او هم وچه کښېني
چین د اوبو تر ټولو ستره الوتکه جوړه کړه. AG600 ډوله الوتکه ۳۷ متره اوږدوالی او د وزرنو بر یې ۳۸،۸ متره دی. د دې الوتکې جوړول د چین د هغه پلان یوه برخه ده چې غواړي د چین په جنوبي جنجالي سمندر کې خپل پوځي حضور غښتلی کړي.
لومړی بریالی پرواز
د چین AG600 ډوله الوتکه د بوینګ - ۷۳۷ ډوله الوتکې په اندازه ده. دغه الوتکه ۳۷متره اوږدوالی او د وزرنو بر یې ۳۸،۸ متره دی. د يادي الوتکي لومړی پرواز د ۲۰۱۷م کال دسمبر میاشتې پر ۲۴ نیټه وشو.
تر ټولو ستره الوتکه هم په اوبو او هم وچه کښیناستی شي
که څه هم د دې جوړې شوې الوتکې له پاره ادعا شوي چې تر ټولو ستره د اوبو او وچې الوتکه ده خو د هوارد هوګیس چې یو میلیاردر دی، د هغه تر الوتکونکې کښتۍ ډیره کوچنۍ ده. د نوموړي میلیاردر د سپرسي ګوزي په نامه الوتونکې کښتۍ ۶۷ متره اوږده او د وزرونو بر یې ۹۷ متره وو. یاده الوتونکې کښتۍ په ۱۹۴۷م کال کي یوازې یو ځل پرواز وکړ.
د ملکي او پوځي اهدافو د استفادې وړتیا
د چين هوايي شرکت له خوا د دغي الوتکي جوړولو ۸ کاله وخت ونیو. د چین دولتي رسنۍ ادعا کوي چې له دې الوتکې څخه به د ځنګلونو په اور وژلو او د ژغورنې دعملیاتو په برخه کي ډیر کار واخیستل شي. سربیره پر دې، دغه الوتکه ځینې پوځي خاصیتونه هم لري او د چین په جنوبي سمندر کې د دې هیواد پوځي حضور غښتلی کوي.
د چین جنوبي سمندر ته یوه کتنه
د AG600 الوتکه د چین په جنوبي سمندر کې د دې هیواد د ټاپو جوړونې جنجالي پروژې له پاره هم مناسبه ده. په امریکا کې میشت یوې فکري ټولنې په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې چین په خپل جنوبي سمندر کې په جنجالي ټاپو کې ځینې داسې تأسیسات جوړوي چې پکې د هوا او کښتیو امکانات هم تر سترګو شوي.
د پوځ مدرن کول
د دې الوتکې بریا به د چین پوځ عصري کړي. د روان کال په پیل کې، چین په داخل کې جوړه شوې یوه الوتکه هم وړانده کړوه. په ستاکهولم کي د سولي څیړنې مرکز(سپري) په حواله، چین په ۲۰۱۶م کال کې پر پوځي برخه ۲۱۵ میلیارده ډالر پانګونه کړې چې د هندوستان د ۵۶ میلیارده او جاپان ۴۶ میلیارده ډالرو څخه مخکې دی.