د نړۍ تر ټولو لوی بندرونه وپيژنئ ـ انځوريز راپور
د کارګو بندرونه د مسافرتي لارو او مسیرونو مهم مرکزونه ګڼل کیږي. په دغو ځایونو کې د توکو لیږد رالیږد د لویو بیړیو، ریلونو او سړکونو ترمنځ ویشل کیږي. په دې انځوریز رپوټ کې د نړۍ مهمو بندرونو ته لنډه کتنه شوې ده.
هامبورګ
دا د آلمان تر ټولو لوی بندر دی. په ۲۰۱۵ م کال کې له دې بندرګاه څخه ۱۳۸ میلیونه ټنه توکي د نړۍ نورو برخو ته استول شوي دي. د اروپا دا تر ټولو دریم لوی بندر په نړیواله کچه په ۱۹ مقام کې ځای لري.
اینټورپ
اینټورپ د بلجیم یا بلژیک هیواد تر ټولو لوی بندر دی. دا د اروپا په کچه تر ټولو دویم لوی بندر او په نړیواله کچه په ۱۵ مقام کې ځای لري. تر هیوسټن وروسته د کیمیایي صنعت دویم تر ټولو لوی پارک هم د همدې بندر یوه برخه ده.
روتردام
د هالنډ په روتردام ښار کې دا بندر د اروپا تر ټولو لوی او په نړیواله کچه په ۱۲ مقام کې ځای لري. دا بندرګاه ۴۲ کیلومتره اوږدوالی لري. له دې ځایه اکثره کانتینرونه لیري ختیځ، شمالي امریکا او جنوبي امریکا ته استول کیږي.
لاس اینجلس/ لانګ بیچ
دا بندر د لاس اینجلس له ډاون ټاون څخه ۳۰ کیلومتره سویل ته پروت دی. د دې ترڅنګ د لانګ بیچ بندر هم دی. د لویو بیړیو د تګ راتګ او توکو له پلوه دا په نړیواله کچه د لویو بندرونو په کتار کې په ۱۰ مقام کې ځای لري.
دوبۍ
په دوبۍ کې د جبل علی پورټ په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی بندر دی. په ۱۹۷۰ م کال کې د صحرایي ریګ یا شګو د پاسه جوړ شوی دا بندر په نړیواله کچه ۹ تر ټولو لوی بندر دی.
ګوانګژو
د چین شپږ بندرونه د نړۍ په لسو لویو بندرونو کې شمیرل کیږي. د ګوانګژو بندر په نړیواله کچه په ۷ مقام کې ځای لري. په ۲۰۱۵م کال کې له دې بندرګاه څخه ۱۷،۵ میلیونه کانتینرونه لیږل شوي دي.
بوسان
بوسان د سویلي کوریا تر پلازمېنې سېئول وروسته د دې هیواد تر ټولو دویم لوی ښار او نړیوال تجارتي مرکز دی. په نړیواله کچه دا د نړۍ ۶ مهم بندر دی.
هانګ کانګ
هانګ کانګ لا د بریتانیي مستعمره وه چې په جنوبي بحیره کې یې ستراتیژیک ارزښت ټولو ته واضح شوی وو. اوس یي له چین څخه ځانګړی انتظامي حیثیت ترلاسه کړی دی. د ۲۰ میلیونه کانتینرونو له تګ راتګ سره دې بندر په نړیواله کچه پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
سینګاپور
له ۲۱ میلیونه کانتینرونو سره د سینګاپور بندر د نړۍ د دویم تر ټولو لوی بندر درجه ترلاسه کړې ده. دې بندر ته له تخنیکي پلوه د تر ټولو عصري بندرګاه درجه هم ورکړل شوې ده. د اروپا او سویلي ختیځ آسیا له پاره دا تر ټولو مهم بندر دی.
شنګهای
شنګهای د نړۍ تر ټولو لوی او مصروف بندر دی. په ۲۰۱۵م کال کې له دې ځایه ۳۶،۵ میلیونه کانتینرونه استول شوي دي. دا د هامبورګ په پرتله درې برابره زیات دی.
عددونه او شمیرې
له ارقامو او شمیرو سره لیوالتیا درلودونکو کسانو له پاره دلته په یوه ګراف کې د نړۍ د ۲۰ لویو بندرونو درجه بندي ښودل شوې ده.