د نړۍ تر ټولو ښه سړکونه لرونکي ۲۰ هيوادونه وپېژنئ
د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس متحده عربي امارات په نړۍ کې تر ټولو ښه سړکونه لري. له همدې امله د اماراتو د سړکونو شبکې ته له يو څخه تر ۷ پوري تر ټولو ښه يعني ۷ نومرې ورکول شوي:
۱- متحده عربي اماراتو د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې د ښو سړکونو درلودلو له امله نږدې تر ټولو لوړه درجه یا ۶،۴ نومرې ترلاسه کړي دي.
۲- سینګاپور په دې درجه بندۍ کې ۶،۳ نومرې ترلاسه کړي دي.
۳- سویس په دې درجه بندۍ کې ۶،۳ نومرې ترلاسه کړي دي.
۴- هانګ کانګ په دې درجه بندۍ کې ۶،۲ نومرې ترلاسه کړي دي.
۵ - هالنډ په دې درجه بندۍ کې ۶،۱ نومرې ترلاسه کړي دي.
۶- جاپان ۶،۱ نومرې ترلاسه کړي دي.
۷- فرانسه په دې درجه بندۍ کې ۶،۰ نومرې ترلاسه کړي دي.
۸- د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس پرتګال د ښو سړکونو شبکې درلودلو په درجه بندۍ کې له ۶،۰ نومرو سره په اتم مقام کې ځای نیولی دی.
۹- د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس اتریش د ښو سړکونو شبکې درلودلو په درجه بندۍ کې ۶،۰ نومرې ترلاسه کړي.
۱۰- امریکا ۵،۷ نومرې ترلاسه کړي.
۱۱- تایوان ۵،۶ نومرې
۱۲- سویلي کوریا ۵،۶ نومرې
۱۳- ډنمارک هیواد
۱۴- عمان ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي
۱۵- آلمان ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي
۱۶- هسپانیي هم ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
۱۷- عربي هیواد قطر هم د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
۱۸- سویډن هیواد هم د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
۱۹- کرواسیا یا کروایشیا هم ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي.
۲۰- په دې درجه بندۍ کې لوګزامبورګ هم ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.