د نړۍ لس شتمن هیوادونه
د «PPP» یا مساوي قدرت خرید په پام کې نیولو سره د نړیوال وجهي صندوق IMF د شمیرو له مخې په ۲۰۱۸ م کال کې د GDP یا کورنۍ ناخالص توليد په اعتبار د نړۍ د لسو مخکښو شتمنو هیوادونو په اړه تفصيل په دې انځوریز رپوټ کې لوستلای شئ.
۱۔ چین
د روان کال تر اپريل میاشت پورې د شمیرو له مخې د مساوي قوت خرید په اعتبار د کورنۍ ناخالص توليد په پام کې نیولو سره چين په ۲۵، ۲۴ تريلونه ډالرو سره په لومړي مقام کې ځای نیولی دی.
۲۔ امریکا متحد ایالات
د همدې معیار په پام کې نیولو سره امریکا متحدو ایالاتو په ۲۰،۴ تریلونه ډالرو سره دویم ځای نیولی دی. په امریکا کې د تیرکال په پرتله د اقتصادي ودې کچه ۵،۳ سلنه ده.
۳۔ هندوستان
د دې معیار په پام کې نیولو سره هندوستان په ۱۰،۴ تریلونه ډالرو سره په دې نوملړ کې په دریم مقام کې ځای نیولی دی. د نړیوال وجهي صندوق په حواله د هند د اقتصادي ودې کچه د تیرکال په پرتله تر ۹،۸ سلنو هم لوړه ده.
۴۔ جاپان
جاپان له ۵،۶ تریلونه ډالرو او د تیرکال په پرتله د داخلي ناخالص تولید په برخه کې له ۳،۵ سلنه زیاتوالي سره څلورم ځای نیولی دی.
۵۔ آلمان
د نړیوال وجهي صندوق په حواله آلمان د ۲۰۱۸م کال تر اپريل میاشتي پوري (Purchasing Power Parity) یا قوت خرید په اعتبار سره کورنۍ ناخالص تولید یا جي ډي پي یې ۴،۳۷ تریلونه ډالره په داسې حال کې چې د اقتصادي ودې کلنۍ کچه یې ۵ سلنه ته نږدې دی.
۶۔ روسیه
روسیه په دې نوملړ کې شپږم ځای لري چیرې چې د مساوي قوت خرید په اعتبار سره جي ډي پي ۴،۱۷ تریلونه ډالره او د تیر کال په پرتله یې د اقتصادي ودې کچه تر ۴ سلنه زیاته وه.
۷۔ انډونیزیا
په اووم نمبر انډونیز هیواد دی چې د تیرکال په پرتله د اقتصادي ودې کچه ۷،۷ سلنه ده، په داسې حال کې چې جي پي ډي یې ۳،۵ تریلونه ډالره وه.
۸۔ برازيل
برازیل په ۳،۳۹ تریلونه ډالرو او ۴،۶ سلنه کلنۍ اقتصادي ودې سره د نړیوال وجهي صندوق یا آی ایم اف په حواله په نړۍ کې اتم ځای نیولی دی.
۹۔ بریتانیا
بریتانیا په دې نوملړ کې په ۳،۰۳ تریلونه ډالرو سره په نهم ځای نیولی دی. په دې هیواد کې د اقتصادي ودې کچه ۳،۹ سلنه ثبت شوی ده.
۱۰۔ فرانس
له ۲،۹۶ تریلونه ډالرو سره فرانسه دریم اروپایې هیواد دی چې د لسو مخکښو اقتصادي هیوادونو په کتار کې یې ځای نیولی دی او د تیرکال په پرتله یې د اقتصادي ودې کچه ۴،۴ سلنه وو.
۲۵۔ پاکستان
پاکستان په دې نوملړي کې ۲۵ مقام خپل کړی دی. په دې هیواد کې د کورنۍ ناخالص تولید اندازه ۱،۱۴ تریلونه ډالره اټکل شوې ده، چې د تیرکال په پرتله په کښې ۸ سلنه زیاتوالی راغلی دی.