د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په کيوبا کې ۹ ورځې ملي ماتم اعلان شو
د کيوبا د انقلابي مشر، فيدل کاسترو، تر مړينې وروسته د دغه هېواد مشرتابه د نهو ورځو له پاره ملي ماتم اعلان کړی دی. د دولتي شورا په خبره به دغه وير د دسمبر تر څلورمې نېټې پورې دوام وکړي. په دغه وخت کې به «ټول عام فعاليتونه او هر نوع پېښې» وځنډول شي. داسې هم ويل شوي دي چې د دسمبر په څلورمه به کاسترو خاورو ته وسپارل شي. د کيوبا انقلابي مشر، د ۹۰ کلونو په عمر په پلازمېنه هاوانا کې مړ شوی وو.
مېرکل: له ترکيې سره د کډوالو تړون ته بديل نشته
د آلمان حکومت غواړي چې په راتلونکي کې هم د ترکيې له حکومت سره ديالوګ او خبرو اترو ته دوام ورکړي. صدراعظمې انګل مېرکل د خپل ګوند په يوه سيمه يزه غونډه کې وويل پکار ده چې له ترکيې سره خبرې وشي، خو ورسره سم انتقاد ورباندې هم وشي. هغې اضافه کړه چې د انقرې او اروپايي اتحاديې تر منځ د کډوالو تړون دا هم کوم بديل نه وويني. د ترکيې ولسمشر، رجب طيب اردوغان ګواښ کړی وو چې تړون به لغوه اعلان کړي.
بلغاريا له اخ و ډب وروسته غواړي چې کډوال وباسي
د کډوالو په يو کمپ کې تر آخ و ډبونو وروسته د بلغاريا حکومت غواړي چې تقريبا زر کسان بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږي. صدراعظم، بويکو بوريسوف اعلان وکړ چې هغه کډوال چې پلي مقررات نه مراعاتوي، به د راتلونکي اوونۍ په ترڅ کې له نورو څخه بېل شي. د هارمانلي په کمپ کې د پنجشنبې په ورځ تقريبا ۱۵۰۰ کډوالو له پوليسو سره نښتې کړې وې، چې اکثريت يې افغانان ول.
په ويسکونسين آیالت کې د ټاکنو رايې بيا شمېرل کيږي
د امريکا په متحده آيالاتو کې به د ولسمشريزو ټاکنو يو برخه رايې بيا وشمېرل شي. د انتخاباتو کميسيون تائيد کړې ده چې د زرغون ګوند کانديدې، جيل ستاين، په ويسکونسين آیالت کې د رايو د بيا شمېرنې غوښتنه کړې ده. د بيا شمېرنې بهير بايد د دسمبر مياشتې تر نيمايي پورې بشپړ شي. دونالد ټرمپ په دغه آيالت کې د انتظاراتو خلاف مخکې شوی وو. داسې ويل کيږي چې د رای ورکولو ماشينونه د هېکرانو له لاسرسي څخه خوندي نه ول.
اسرائيل له اورلګېدنو سره لاس او ګرېوان دی
په اسرائيل کې ژغورونکي واحدونه په نړيوال ملاتړ سره د بېلابېلو اورلګېدونو په وړاندې مبارزه کوي. بيت المقدس ته څېرمه لګېدلی سخت اور اوس په کنترول کې دی. په بندري ښار حايفه کې په لسګونو زره ځايي اوسېدونکي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. اسرائيلي پوليس په دې نظر دي چې ځينې اورونه به د سياسي وجوهاتو له مخې فيليسطينيانو لګولي وي. خو د فيليسطينيانو استازو دغه تورونه رد کړي دي.
په کويټ کې تر وخت مخکې ټاکنې کيږي
د کويټ په خليجي هېواد کې نوی پارلمان انتخابيږي. امير، صباح الحمد په اکتوبر مياشت کې ملي شورا منحل کړې وه چې علت يې د ده په خبره «په امنيتي ساحه کې چېلنجونه» ول. د کورنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې تقريبا ۲۹۰ کانديدان د پارلمان پنځوسو چوکيو ته ولاړ دي. په څه باندې ۴۸۰ زرو کويټيانو باندې غږ شوی دی چې خپلې رايې دې وکاروي. حکومت د انتخاباتو له پاره امنيتي تدابير هم سخت کړي دي.
په لکونو خلکو بيا د ج کوريا د ولسمشرې استعفا وغوښتله
د جنوبي کوريا په پلازمېنه سول کې يو ځل بيا په سلهاو زره کسان کوڅو ته راووتل او د ولسمشرې، پارک ګېون هيې، استعفا يې وغوښتله. د لاريون تنظيمونکو له ۳۵۰ زرو او پوليسو له ۱۴۰ زرو مظاهره چيانو څخه خبرې کولې. ولسمشره پارک د اداري فساد په يوه قضيه کې ښکېله ده.