د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ترکيه: داعش د ترکيې پلوو ياغيانو پر ضد زهرجن ګاز استعمال کړي دي
د ترکيې پوځ د داعش پر مليشې تور لګولی دی چې د سوريې په شمال کې يې ۲۲ تنه ترکيې پلوه ياغيان د زهرجن ګاز په استعمال سره ټپيان کړي دي. دغه خبر دولتي خبري اژانس انادولو د پوځ په حواله ورکړی دی. د ترهګرې مليشې له خوا د الرای ښار ختيځې خوا ته د توغنديو په يوه بريد کې د ياغيانو د سترګو او د بدن د نورو غړو په برخه کې د زهرجن ګاز نخښې پيدا شوې دي.
په کويټ کې اپوزيسيون د پارلمان کابو ۵۰ سلنه چوکۍ وړې دي
په کويټ کې د خپل وخت وړاندې انتخاباتو کې د اپوزيسيون کانديدانو کابو نيمه برخه چوکۍ وړې دي. د ټاکنو د چارواکو په خبره اپوزيسيون له ۵۰ چوکيو څخه ۲۴ ګټلې دي. د هغوی له ډلې څخه نيمه برخه خوځښتونه اسلامپاله شاليد لري، نور د اپوزيسيون استازي يا ملتپاله يا ليبرالان دي. شيعه مذهبه اقليت درې چوکۍ له لاسه ورکړل. يوازې يوې ښځې د دغه خليجي هېواد ملي شورا ته لاره موندلې ده.
د هيلري کلينټن ټيم غواړي چې په بيا شمېرنه کې ونډه واخلي
د متحده آيالاتو په ولسمشريزو انتخاباتو کې د بايلونکې دموکراتې کانديدې، هيلري کلينټن، ټيم غواړي چې د رايو په بيا شمېرنه کې ونډه واخلي. دغه خبره د کلينټن د ټيم يوه وکيل د زرغون ګوند د کانديدې، جيل ستاين، د هلو ځلو څخه په ملاتړ کړې ده. ستاين د ويسکونسين په آيالت کې د رايو بيا شمېرنه په رسمي توګه غوښتې وه. د پېنسيلوينيا او ميشيګن په کليدي آيالتونو کې د پايلو د بيا ارزونې په هکله هم بحثونه پيل شوي دي.
د آلمان د پارلمان مرستيال مشر، پېټر هينڅه، ومړ
د آلمان د پارلمان مرستيال مشر، پېتر هينڅه مړ شوی دی. د نوردراين وېستفالن آيالت د مسيحي دموکرات ګوند يوې وياندې وويل چې هينڅه د شنبې په شپه مړ شوی دی. نوموړی پروتېستانت ديني کارپوه، د ډېرې مودې راهيسې د سرطان په مرض اخته وو. هينڅه د ۹۰ يمو کلونو راهيسې د آلمان د پارلمان غړی وو چې يو څه موده د ښځو او ځوانانو د وزارت مرستيال هم پاته شوی دی.
د فرانسې محافظه کارانو د ولسمشرۍ نوماند نومولی
په فرانسه کې په دغه يکشنبه د محافظه کارانو په منځ کې د ولسمشرۍ له پاره کانديد ټاکل کيږي. تر ټولو مخکښه کانديد، پخوانی صدراعظم، فرانسوا فيلون، بلل کيږي چې د آلن ژوپې سره رقابت ته ولاړ دی. د دغې سيالۍ ګټونکی ښايي ډېر ښه چانس ولري چې په پسرلي کې د فرانسې نوی ولسمشر جوړ شي. په داسې حال کې چې اوسنی سوسياليستي ولسمشر، فرانسوا اولاند، د بيا ټاکل کېدو تقريبا هيڅ چانس نه لري.
په کيوبا کې د فيدل کاسترو تر مړينې وروسته ملي ماتم اعلان شو
د کيوبا د پخواني ولسمشر، فيدل کاسترو، تر مړينې وروسته نهه ورځنی ملي ماتم اعلان شوی دی. نوموړی انقلابي مشر د ۹۰ کلونو په عمر په پلازمېنه هاوانا کې مړ شوی و. په داسې حال کې چې د امريکا د متحده آيالاتو ولسمشر، بارک اوباما، کاسترو په واشنګټن کې يو «بې ساری څوک» بللی دی، د امريکا منتخب ولسمشر، دونالد ټرمپ ويلي دي چې کاسترو، يو «ظالم ديکتاتور» وو چې «خپل ولس يې کابو شپږ لسيزې ربړولی» دی.
د يوګانډا په لويديځ کې نښتو لږ تر لږه ۵۵ کسان وژلي
د يوګانډا په لويديځ کې نښتو لږ تر لږه ۵۵ انسانان وژلي دي. د پوليسو يوه وياند وويل چې ۱۴ تنو پوليسو او د يوه قبايلي مشر د يوې مليشې ۴۱ غړو د کاسېسه په ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه ښار له پلازمېنې کامپالا څخه ۳۰۰ کيلومتره لويديځې خوا ته پروت دی. د پوليسو د وياند په حواله پوليس له عسکرو سره يو ځای په ګزمه بوخت ول چې د «روېنزو رورو» د پاچاهۍ د ميليشې له خوا وربندې بريد وشو.