د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په قاهره کې د قبطيانو پر کليسا باندې بريد مرګژوبله اړولې
د مصر په پلازمېنه قاهره کې د قبطي ارتودوکس کليسا پر عبادتځای باندې په بريد کې د دولتي تلويزيون په حواله، لږ تر لږه ۲۵ انسانان وژل شوي او ډېر شمېر نور ټپيان شوي دي. امنيتي کړۍ وايي چې بم اړخ ته پراته په يوه دهليز کې چاودلی دی. د اټکلونو له مخې له نوي ميليونو مصريانو څخه تقريبا لس سلنه قبطي عيسويان دي. له مسلمان اکثريت سره ګډ ژوند تر ډېره سوله يز دی، خو کله تعصب او نفرت شتون لري.
د استانبول تر غبرګو بريدو وروسته ملي ماتم اعلان شو
په استانبول کې د جمعې په ماښام تر شوو بريدونو وروسته د ترکيې حکومت ملي ماتم اعلان کړی دی. په ټول هېواد کې بيرغونه نيم ځوړند رپيږي. د کورنيو چارو وزير، سليمان سويلو، وويل چې د مړو شمېر ۳۸ تنو ته لوړ شوی چې ۳۰ تنه پکې پوليس دي. په بريد کې څه باندې ۱۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي.
په سوماليا کې ځانمرګي بريد مرګژوبله اړولې
په سوماليا کې د پوليسو په حوناله يوه ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۱۶ انسانان ووژل او ډېر شمېر نور ژوبل کړل. د موګاديشو بندر ته څېرمه د پوليسو د يوې ودانۍ سره په چاودېدونکو موادو بار موټر چاودنه رامنځ ته کړه. د الشباب په نوم اسلامپالې ميليشې د بريد پړه منلې ده.
په نايجريا کې د کليسا نړېدو لږ تر لږه ۱۶۰ کسان وژلي
د نايجريا په جنوب کې د اويو په ښار کې د کليسا د نړېدو په پايله کې د مړو شمېر خورا لوړ شوی دی. د ځايي پوهنتوني کلينيک د ډاکترانو په حواله لږ تر لږه ۱۶۰ انسانان وژل شوي دي. خو داسې اټکل کيږي چې شمېر به يې لا زيات شي. له پېښې ساعتونه وروسته ژغورونکې ډلې له عبادتځای څخه د قربانيانو په را ايستلو بوخت ول. د شنبې په مازديګر د دغې نوې جوړېدونکې کليسا بام نړېدلی وو، چې وروسته ټوله ودانۍ چپه شوه.
داعش ترهګره ډله بېرته له پالميرا وشړل شوه
روسي هوايي بريدونو اپوزيسيون ته د نژدې کتونکو په حواله د «اسلامي دولت» په نوم ډله له پالميرا څخه شاتګ ته مجبوره کړې ده. په بريتانيا کې مېشت د بشري حقونو د څار سوريايي سازمان ويلي دي چې د داعش جنګيالي اوس د ښار په يوه څنډه کې سره راټول شوي دي. داعش يو څو ورځې مخکې د سوريې په حمص ولايت کې تعرضي عمليات کړي ول چېرته چې د پالميرا لرغونی ښار هم پروت دی.
د آلمان حکومت د سرحدي کنترول غځولو ته لېواله دی
د آلمان حکومت ښايي دې ته لېوالتيا ولري چې د مهاجرو د کړکېچ سره راغلی سرحدي کنترول تمديد شي. خو و يې نه ويل چې آيا سرحدي کنترول به په فبرورۍ مياشت کې اوس پای ته ورسيږي که نه. د کورنيو چارو د وزارت يوه وياند په برلين کې وويل چې که وضعيت په دې اړتيا دلالت وکړي، نو آلمان به د سرحدي کنترول د غځولو غوښتنه وکړي.
د ايټاليا ولسمشر غواړي چې حکومتي کړکېچ ژر حل کړي
په ايټاليا کې ولسمشر، سېرجيو ماتارېلا اعلان کړی دی چې په حکومت کې دننه کړکېچ بايد ژر تر ژره حل شي. ماتارېلا په روم کې وويل چې هېواد په لنډ وخت کې يو فعال حکومت ته ضرورت لري. د تازه خبرونو له مخکې اوس پاولو جېنتيلوني، صدراعظمۍ ته نومول شوی دی. وروسته له هغه چې صدراعظم، ماتېو رېنڅي، د چارشنبې په ورځ د استعفا اعلان وکړ، ماتارېلا په پارلمان کې د موجودو ګوندونو له استازو سره سلامشورې کړې وې.
په رومانيا او مقدونيا کې پارلماني انتخابات کيږي
د جنوب ختيځې اروپا په رومانیا او مقدونيا کې نن پارلماني ټاکنې تر سره کيږي. د بالقان په مقدونيا نومي هېواد کې د وخت مخکې کېدونکي انتخابات يوه دوه نيم کلن سياسي کړکېچ ته د پای ټکی دی. په رومانيا کې د دې انتظار کيږي چې سوسيال دموکراتان به په پارلمان کې تر ټولو ستر سياسي ځواک پاته شي. ښي اړخي ليبرال او عوام پال ګوندونه د ټولپوښتنو له مخې يو ځای هم له سوسيال دموکراتانو وروسته ځای ښايي خپل کړي.