د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د کوهستان ولسوالي د طالبانو لاس ته لویدلې ده
د بدخشان ولایت د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني ویلي دي چې د پنجشنبې په شپه د کوهستان ولسوالي وروسته له هغې ونیول شوه چې مهمات او یا تازه دمي ځواکونه ور و نه رسیدل او پولیس له خپل مرکز څخه پر شا شول. افغان ځانګړو ځواکونو یوه ویاند جاوید سلیم د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ د کنترول له پاره ۲۴ ساعته سختې جګړې د پنځو پولیسو سرتیرو ژوند اخیستی اودرې تنه نور یې بیا ټپیان دي.
چین او امریکا لا د سوداګرۍ د کړکیچ په برخه کې کوم توافق ته نه دي رسیدلي
په پیکینګ کې د جګپوړو چارواکو دوه ورځنۍ غونډې د امریکا متحده ایالاتو او چین تر منځ د سوداګرۍ او ګمرکي تعرفو په کړکیچ کې کوم توافق رامنځ ته نه کړ. د چین دولتي خبري آژانس شینهوا، د رپوټ له مخې دواړو لورو ویلي دي چې لا هم د نظر ستر اختلاف شته او په خبره یې خپل کارونه باید غښتلی کړي. زیاته شوې ده چې یو «کاري میکانیزم» باید رامنځ ته شي، څو د اړونده موضوعاتو په هکله نورې خبرې اتري وشي.
سږ کال د ادبیاتو نوبل جایزه نه ورکول کیږي
د جنسي تیري او اختلاس د افتضاح په ترڅ کې د رامنځ ته شوي کړکیچ له کبله د سویډن اکاډمې پریکړه کړې چې سږ کال د ادبیاتو په برخه کې د نوبل جایزه وځنډوي. دغه خبر په ستاکهلم کې د منصفه هیئت جرګه ګۍ ورکړی دی. زیاته شوې ده چې سږنۍ جایزه به د ۲۰۱۹م کال له جایزې سره په ګډه ورکړل شي. مؤقتي مشر اندرس اولسن ویلي دي چې په دې سره غواړي پر اکاډمۍ د خلکو باور بیرته تر لاسه کړي.
مصر په سوریه کې د عربي قطعاتو د ځای پر ځای کولو خبره مطرح کړې
د مصر دولتي ورځپاڼې الاهرام، د دغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر سامح شکري، له قوله لیکلي دي چې دلته د یو انتخاب خبره مطرح ده چې یوازې د رسنیو نه، بلکې د عربي هیوادونو د استازو له لوري پرې هم بحثونه کیږي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې غواړي نسبتا ژر امریکایي عسکر له دغه هیواده وباسي.
د اپوزیسیون د سي اچ پي ګوند د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو ته خپل نوماند غوره کړ
د ترکیي د خلق جمهوري ګوند چې د اپوزیسیون ستر ګوند شمیرل کیږي خپل مخکښ مشر محرم انجه، په ولسمشریزو ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان پر وړاندې رامخکې کړی دی. د دغه ګوند مشر کمال قلیچ دار اوغلو، په پلازمینه انقره کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې د جون میاشتې د ۲۴ نیټې د ټاکنو له پاره یې هغه کاندید کړی دی. محرم اینجه چې پخوا معلم وو د یوه ښه وینا کوونکي او د اردوغان د سخت انتقاد کوونکي په توګه پیژندل کیږي.
«په تیرو دوو کلونو کې ۱۰ زره کډوال له یونانه خپلو هیوادنو ته ستانه شوي»
ملګرو ملتونو په تیرو دوو کلونو کې له یونان څخه خپلو هیوادونو ته تر ۱۰ زرو زیات کډوال استولي دي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان نن د جمعې په ورځ په ژنیف کې وویل چې دغو کډوالو په یونان کې کوم مسلکي او شخصي لرلید نه لاره او په خپله خوښه خپلو ټاټوبو ته ستانه شوي دي. زیاتره کډوال د پاکستان، عراق، افغانستان او ګورجستان وو.