د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
د چین خارجه وزیر ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد مباره کې کلیدي نقش لوبولی
د چین خارجه وزیر وانګ يي، پاکستان ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ د لمنځه وړلو په برخه کې کلیدي نقش لوبولی او دا چې نړیواله ټولنه باید د سخت دریځۍ پر وړاندې په مبارزه کې له پاکستانه ملاتړ وکړي. د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قریشي بیا ویلي چې له وانګ سره یې د سیمه ایز امنیت، په افغانستان کې د سولې لړۍ او د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو اړیکو د غښتلي کولو پر موضوعاتې خبرې کړي دي.
روحاني وايي امریکا له ایران سره په یوه واقعې جګړه کې قرار لري
د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هیواد یې له امریکا سره په یوه واقعي جګړه کې قرار لري. روحاني د شنبې په ورځ په تهران کې وویل چې د جګړې بڼې تغيیر موندلی او اوس جګړه د ټانک او بم په زور نه کیږي بلکې اقتصادي، روحي او تبلیغاتي جګړې پرمخ بیول کیږي. روحاني زیاته کړې چې امریکا او متحدین یې د ایران پر ضد همدغه راز یوه جګړه پرمخ بیایي.
د سوریې په ادلب ښار کې د اوربند تر هڅې وروسته هوايي بریدونه شوي
يوه ورځ وروسته له هغې چې ترکيې د سوريې په ادلب ولايت کې په ناکامه ډول د اوربند په سر هڅې کړې وې، اوس سوريايي او روسي ځواکونو د ياغيانو تر کنترول لاندې د سوريې په دغه ولايت کې هوايي بريدونه کړي دي. د جمعې په ورځ په تهران کې د يوې سرمشريزې پر مهال د ترکيې، روسيې او ايران ولسمشران په دې ونه توانېدل چې د اوربند په سر توافق ته سره ورسيږي. ویل شوي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه درې کسه وژل شوي دي.
مېرکل له مقدونيې څخه ليدنه کړې
د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل په مقدونيا کې په اروپايي اتحاديه او ناټو کې د غړيتوب په سر په ولس پوښتنه يا رفرنډم کې د «هو» د رايې د کارولو له پاره بلنه ورکړې ده. مېرکل د مقدونيې له پلازمېنې سکوپيې څخه د ليدلو پر مهال وويل چې هغه نه غواړي د دې هېواد په کورنيو چارو کې مداخله وکړي، خو د خپلې تجربې له مخې يې پوهيږي چې تاريخي فرصتونه او چانسونه هره ورځ نه وي موجود.
د مصر يوې محکمې د ۷۵ اسلامپالو پر ضد د مرګ حکم تائيد کړ
په مصر کې یوې محکمې د ۷۵ اسلامپالو کسانو پر ضد د مرګ حکم تائيد کړی دی چې علت يې د ولسمشر محمد مُرسي له پرځېدنې وروسته په احتجاجونو کې ګډون دی. د مصر دولتي تلويزيٍون خبر ورکړی چې ۳۱ تورن کسان په غياب کې محکوم شوي دي. د ۲۰۱۳ میلادي کال په جولای مياشت کې مرسي د هغه د مطلق العنانې حکومتولۍ له کبله د پوځ او اوسني ولسمشر، عبدالفتح السيسي، له خوا راپرځول شوی و.
فرانسه غواړي په موقت ډول د ديجيتال ماليه پلې کړې
په اروپايي اتحاديه کې له لويو انترنېټي شرکتونو څخه د زياتې ماليې اخيستلو د کوښښونو په ترڅ کې د فرانسې د ماليې وزير، برونو لې مېر، وړانديز کړی چې په اروپا کې دې ديجيتالي ماليه په موقت ډول پلې شي، يعنې تر هغه وخته پورې چې په نړيواله سطح له متحده آيالاتو سره د حل يوه لاره نه وي موندل شوې. د هغه په وینا موقتي پرېکړه به اروپايي ټولنې ته د دې امکان ورکړي چې د کال تر پايه د دغې ماليې په سر فيصله وکړي.