د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په هلمند کې هوايي برید د طالبانو مهم قوماندان او ګڼ شمیر جنګیالي وژلي
د یکشنبې په ورځ افغان چارواکو ویلي چې په هلمند ولایت کې د افغان او امریکايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د طالبانو یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی. د هلمند والي محمد یاسین خان وویل چې عبدالمنان چې د هلمند ولایت له پاره د طالبانو مسوول وو، د شنبې په ورځ د خپلو ۲۹ نورو جنګیالیو سره یوځای په یوه هوايي برید کې وژل شوی.
د اسرائیلو لومړی وزیر په فساد تورن شوی
د اسرائیلو پولیسو پر بنیامین نتنیاهو د تازه مالي فساد تور پورې کړی دی. د اسرائیلو د پولیسو په اعلامیه کې راغلي چې د نتنیاهو د رشوت، تقلب او خیانت په تړاو په کافي اندازه شواهد موجود دي او دا چې د لومړي وزیر نتنیاهو میرمن سارا هم په دې پیښه کې ښکیله ده. د دې قضیې د اقامه دعوا په هکله پریکړه د اسرائیلو په سترې محکمې پورې اړه لري. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپله دغه تورونه رد کړي دي.
په مکسیکو کې د امریکا پر قونسلګرۍ برید شوی
د مکسیکو په ګوادالاخارا ښار کې د امریکا پر قونسلګرۍ د چاودیدونکو توکو برید شوی دی چې په پایله کې یې څوک نه دي ټپي شوي. برید لږ وخت وروسته له هغې شوی چې د ولسمشر دونالد ترمپ مرستیال مایک پینس او د ترمپ لور ایوانکا ترمپ په مکسیکو کې خپل سفر پای ته ورساوه. دوی دواړو د مکسیکو د نوي ولسمشر مانویل لوپیز اوبرادور د کاري دوري د پیل په مراسمو کې د ګډون له پاره دغه هیواد ته په رسمي سفر تللي وو.
چین او امریکا د سوداګریزې جګړې پای ته محتاطانه نیږدې شوي
د امریکا او چین ترمنځ تر څو میاشتو خبرو وروسته دونالد ترمپ او شي جینګ پینګ د جي ۲۰ سرمشریزې په پای کې د سوداګریزې جګړې پای ته محتاطانه نیږدې شوي دي. سپینې ماڼۍ رپوټ ورکړی چې امریکا غواړي د چین پر صادراتو باندې د ۹۰ ورځو له پاره ګمرکي تعرفې وځنډوي. واشنګټن غوښتل چې د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ میاشتې وروسته د چین پر صادراتو چې ارزښت یې شاوخوا ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي، ۲۵ فیصده ګمرکي تعرفي وضع کړي.
د جي ۲۰ سرمشریزې پر ګډې بیانیې موافقت کړی
تر اوږدو بحثونو وروسته د جي ۲۰ په نامه د صنعتي او د صنعت په حال کې د هیوادونو سرمشریزې د ارجنتاین په پلازمینه بونیس آیرس کې پر یوې ګډې بیانیې توافق وکړ. په دې بیانیه کې د اختلاف اصلي موضوعات سوداګري، اقلیم او مهاجرت یاد شوي چې په دې متن کې ذکر شوي وو خو په ډیره عمومي بڼه ترې یادونه شوې وه. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د ستونزو پر شتون اعتراف وکړ خو بیا یې هم د دې سرمشریزې پایلې مثبتې یادې کړې.
ماکرون یو ځل بیا په پاریس کې اخ او ډب محکوم کړ
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د ارجنتاین په پلازمینه بونیس ایرس کې د جي ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې وویل چې هغه خشونت نه مني او هیڅ څه پر پولیسو باندې بریدونه، چور او ویجاړۍ نه شي توجیه کولی. د فرانسې د دولتي ادارو په حواله، په پاریس کې د شنبې په ورځ د اعتراض کوونکو د اخ او ډب په پایله کې له ۱۰۰ ډیر کسان ټپي شوي دي او ۲۶۰ تنه د پولیسو له لوري نیول شوي دي.