د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
روسيې ۲۳ بريتانوي ديپلوماتان وشړل
روسيې ۲۳ تنه بريتانوي ديپلوماتان شړلي دي. علت يې پر پخواني ډبل جاسوس، سرګي سکريپال، او د هغه پر لور باندې شوی د زهرجن ګاز بريد دی. له دې وړاندې، لندن له ۲۳ تنو روسي ديپلوماتانو څخه غوښتي ول چې بريتانيا دې پرېږدي او د «لوړې سطحې» دوه اړخيز ارتباطات يې شلولي ول. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دا هم ويلي دي چې د «بريتيش کاونسيل» په نوم کلتوري انستيتوت بايد په روسيه کې نور خپل فعاليت بند کړي.
د «اف بي آی» مرستيال مشر ګوښه شو
د متحده آيالاتو د عدليې وزير، جېف سېشنز، د «اف بي آی» پخوانی مرستيال مشر، اندريو مک کېب، د هغه د تقاعدېدو څخه دوه ورځې مخکې ګوښه کړی دی. د امريکايي رسنيو په راپورونو کې ويل شوي دي چې نوموړي ښايي داخلي معلومات نورو ته ورکړي او د دې په هکله په پوښتنو ګروېږنو کې غلط معلومات هم ورکړي وي. هغه په تېره د پخوانۍ خارجه وزيرې، هيلري کلينتن، د برېښناليکونو په کشاله کې د پلټنو له کبله شهرت موندلی و.
د چين ولسمشر، شي جينپينګ کولای شي دويمه دوره پيل کړي
د چين ولسي کنګرې د ولسمشر، شي جينپينګ کاري دنده تائيد کړې ده. په دې ډول د شي دويمه کاري دوره اوس شروع کيږي. مخکي دغې کنګرې چې په آزاد ډول نه انتخابيږي، په قانون کې يې د بدلون د لارې د ولسمشر د کاري دورې محدودول لرې کړي ول. د انتظار سره سم، د شي جينپينګ اصلي ملاتړ کوونکی، وانګ کيشان، د رئيس جمهور د نوي مرستيال په توګه هم انتصاب شوی دی.
فعالين: په عفرين کې د ترکيې بريد مرګژوبله اړولې
د ترکيې هوايي ځواک د سوريې د بشري حقونو د څار د ډلې او د کردانو د سرې مياشتې د ټولنې په حواله د سوريې د عفرين ښار وروستی فعال روغتون په نخښه کړی او ۱۶ ملکي کسان وژلي دي. د ترکیې پوځ د جنورۍ په پای کې د کردانو د ولسي دفاع يا «واي پي جي» واحدونو پر ضد نظامي عمليات شروع کړي ول. د عفرين په نوم د کردانو ښار اوس تقريبا په بشپړه توګه کلابند شوی دی.
مېرکل او ماکرون غواړي چې د اصلاحاتو پلان وړاندې کړي
آلمان او فرانسه غواړي چې د کال تر نيمايي پورې د اروپايي ټولنې د نوي ترتيب له پاره مشترک وړانديزونه ارائه کړي. دغه خبره د آلمان صدراعظمې، انګلا مېرکل، او د فرانسې جمهور رئيس، امانويل ماکرون، کړې ده. مېرکل د بيا صدراعظمې کېدو وروسته خپل لومړنی سفر پاريس ته کړی و. په دغو وړانديزونو کې به د يورو زون د اصلاحاتو او د اروپايي اتحاديې د غړو هېوادونو د پناه سياست مطرح شي.
ماس غواړي چې د «وايمار مثلث» بېرته راژوندی کړي
د آلمان خارجه وزير هايکو ماس غواړي چې په اروپايي اتحاديه کې د اصلاحاتو په هکله د خبرو په لړ کې له پولنډ سره بحث شروع کړي. د بهرنيو چارو وزير ټاکل کېدو وروسته په وارسا کې د خپل لومړني سفر په ترڅ کې ماس د «وايمار د مثلث» بيا راژوندي کول پېشنهاد کړل چې پولنډ، آلمان او فرانسه په کې شامليږي. دغه حلقه په ۱۹۹۱ کال کې د درېو واړو هېوادونو د خارجه وزيرانو له خوا د يوه مشورتي فوروم په توګه تاسيس شوې وه.
مظاهره کوونکي په سلواکيا کې بيا ځلې انتخابات غواړي
د لومړي وزير، روبرت فيکو، له استعفا وروسته هم په سلواکيا کې د حکومت ضد احتجاجونه دوام لري. په پلازمېنه براتيسلاوا کې لږ تر لږه شل زره کسان سړکونو ته راووتل څو بيا ځلي انتخابات وغواړي. د سلواکيا حکومت د فبرورۍ په ۲۵مه د ژورناليست، يان کوڅياک او د هغه د نامزدې د قتلونو راهيسې تر فشار لاندې دی. کوڅياک د فيکو د شاوخوا سياسيونو او د ايټاليې له مافيا سره د هغوی د شکمنو اړيکو په هکله پلټنې کولې.