د نړۍ مهم خبرونه له متن او انځور سره
د چين د سويلي سمندر په ټاپوګانو کې جنګي الوتکې کښته شوې دي
چين په لومړي ځل د چين په سويلي سمندر کې پرتو ناندرئيزو ټاپوګانو ته جنګي الوتکې لېږلې دي. د چين هوايي ځواک ويلي دي چې څو جټ الوتکې چې د اتومي بريدونو له پاره سمبالې د اوږده واټن بم غورځونکې طيارې هم پکې دي، په يوه هوايي ډګر کې کښته شوې دي. د متحده آيالاتو د څرګندونو په حواله دغه هوايي ډګر ښايي د «وودي» په نوم ټاپو د پاسه وي چې د پاراسېل جزيرو په سيمه کې د چين تر ټولو ستره اډه ده.
په کيوبا کې د الوتکې لوېدلو ۱۰۷ تنه وژلي
په کيوبا کې د يوې طيارې د لوېدلو په پېښه کې ۱۰۷ تنه وژل شوي دي. د بوينګ ۷۳۷ ډوله دغه الوتکه له پرواز کولو لږ وروسته د پلازمېنې هاوانا هوايي ډګر ته څېرمه په يوه پټي کې ولوېدله چې انګيزه يې لا څرګنده نه ده. درې ښځې له طيارې څخه را ايستل شوي دي چې سخت او ژوند ګواښونکي ټپونه وراوښتي دي. د کيوبا نوي دولتي مشر، ميګېل دياز کېنل، د حادثې له ځای څخه ليدنه کړې ده.
د تکزاس په بريد کې لس تنه وژل شوي دي
د متحده آيالاتو په تکزاس آيالت کې په مکتب کې د يوه بريد په ترڅ کې لس تنه وژل شوي دي چې نهه تنه يې زده کوونکي او يو تن يې ښوونکی دی. لس نور تنه ژوبل هم شول کله چې بريد کوونکي د هيوستن ښار ته څېرمه په يوه ليسه کې ډزې پيل کړې. له دغې پېښې وروسته پوليسو په مکتب کې دننه او تر څنګ څو چاودېدونکي وسايل هم وموندل. شکمن بريدګر، چې يو ۱۷کلن زده کوونکی دی، ونيول شو.
اروپا له امريکا سره تجارتي لانجې ته آمادګي نيسي
د امريکا له متحده آيالاتو سره د تعرفو په سر په لانجه کې اروپايي ټولنه اوس متقابلو تدابيرو ته چمتووالی نيسي. د تجارت نړيوال سازمان يا «ډبل يو ټي او» ته اروپايانو د امريکايي توليداتو داسې يو ليست وړاندې کړی دی په کومو باندې چې ښايي جزايي ګمرکي تعرفې ولګول شي. دغه ګام د مارچ په مياشت کې د متحده آيالاتو له خوا پر فولادو او المونيمو باندې لګېدلو وارداتي تعرفو ته غبرګون دی.
لاشېت: ديتيب بايد يو آلمانی سازمان جوړ شي
د آلمان د نوردراين وېستفالن آيالت لومړي وزير، آرمين لاشېت، د ترکيې له اسلامي اتحاد يا ديتيب څخه غوښتي دي چې د ترکيې له دولت څخه تر وابستګۍ څخه راووځي او يو آلمانی سازمان جوړ شي. لاشېټ د پروستانت رسنيو شبکې ته وويل چې دغه ګام ته اړتيا ليدل کيږي څو د جوماتونو د تر ټولو سترې اتحاديې له پاره د تمويل يو بل سيستم رامنځ ته شي. په دې سره به د لاشېت په خبره امامان هم د آلمان په اتحادي جمهوريت کې وروزل شي.
شاهزاده هېري او مېګن مارکل واده وکړ
د بريتانيې په ويندسور ښار کې د شاهزاده هېري او مېګن مارکل د واده مراسم پيل شوي دي. د ۶۰۰ مېلمنو په حضور کې د ملکې اليزابېټ لمسي او امريکايۍ پخوانۍ فلمي لوبغاړې واده وکړ. داسې اټکل کيږي چې تقريبا سل زره انسانان به شاوخوا راټول شي څو ناوې او زوم وويني. سربېره پر دې د واده دغه مراسم په ټوله نړۍ کې د رسنيو د لارې خپريږي. د ناوې پلار د زړه د يوه عمليات په خاطر د واده په مراسمو کې ګډون نه شي کولای.