د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان: وسله والو یو خبریال وژلی
د فرانس پریس خبري آژانس په حواله نامعلومو وسله والو د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې یو ژورناليست وژلی دی. دغه خبریال چې زمان میسود نومیدی، له دریو اردو ژبو ورځپاڼو سره یې کار کاو او د جنوبي وزیرستان او شا و خوا سیمو څخه به یې رپوټه ورکول. د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ په حواله په پاکستان کې له۲۰۰۱م کال راهیسې لږ تر لږه ۷۱ تنه خبریالان او د رسنیو نور کار کونکي وژل شوي دي.
د پاکستان او هند پر پوله نښتو کې دوه هندي عسکر وژل شوي
د پاکستان او هند په سرحدي سیمه کې د نښتو پر مهال دوه هندي عسکر وژل شوي. د هند د پوځ په حواله پیښه د کشمیر په لانجمه سیمه کې رامنځته شوې ده. زیاته شوې چې دغه عسکر د ګاونډي هیواد د عسکرو له خوا د ماشیندارو او لاسي بمونو د ګوزارونو په نتیجه کې وژل شوي. د هند او پاکستان ترمنځ له ۲۰۰۳ م کال راهیسې اوربند اعلان شوی دی، خو د دواړو هیوادونو امنیتي ځواکونه سږ کال څو واري يو له بل سره په نښتو کې ښکیل شوي.
کیری د تاجکستان او ترکمنستان له مشرانو سره کتلي
د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري منځنۍ آسیا ته د سفر په ترڅ کې د تاجیکستان او ترکمنستان ولسمشرانو ته ډاډ ورکړی دی، چې واشنګټن په دغو هیوادونو کې د امنیت تأمین ته ژمن دی او له ګاونډي هیواد افغانستان څخه د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته به هم په دې هیوادونو کې د امنیت او ثبات د ټينګښت له پاره هلي ځلي وګړي. دواړه هیوادونه په افغانستان کې د بې ثباتۍ د پراخیدو څخه ویره لري.
«ستر ائتلاف د مهاجرو په برخه کې باید یووالې وښايي»
د آلمان د صنعت فیدرالي ټولني (بي ډی آيي) د مهاجرو په بحران کې پر ائتلاف د یووالي غږ کړی. د دغي ټولني مشر اولرش ګریلو ویلي دي چې دا بحران به دوام وکړي او د سیاست، اقتصاد او ټولني څخه به د زیات زیار او کوښښ غوښتونکي وي. ده زیاته کړه چې له همدې کبله د ائتلاف ترمنځ یووالی ډیر اړین دی. ګریلو وویل چې اوس د بحران په موثره توګه اداره کولو ته اړتیا ده.
اسرائیلو یوه فلسطیني راډيو تړلې
د اسرائیلو پوځ د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د رادیو تلویزیون یوه فلسطینۍ شبکه تړلې ده. د پوځ له خوا ویل شوي دي چې په هبرون کې یې د «الحوریه» شبکې د دفتر د نشر آلې ضبط کړي څو د اسرائیلو خلاف د پاروني مخه ونیسي. زیاته شوې ده چې دغه ډول پاروني په فلسطیني سیمو کې د زور زیاتي د تازه لړۍ سبب ګرځيدلي.
م.م: په هرو لسو دقیقو کې یو بې هیواده ماشوم نړۍ ته راځي
د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله په نړۍ کې په هرو لسو دقیقو کې یو بې هیواده ماشوم زیږیږي. د مهاجرو کمیسار انتونیو ګوتیرس په خپل نوي رپوټ کې ویلي چې په دې توګه په کال کې لږ تر لږه ۷۰ زره ماشومان داسې زیږیږي چې د یوه هیواد تابیعت نه لري. د اغیزمنو ماشومانو له پاره دا د «سپکاوي، محرومیت او ناامیدۍ» سره د مله ماشومتوب په معنا ده. په دې تړاو ګوتیرس په خاصه توګه د سورېې د ماشومانو یادونه وکړه.
«شیل د نیجر دیلتا چټلوي»
د بشري حقونو سازمانونو په حواله د تیلو د ستر شرکت «شیل» د نیجر دیلتا د څلورو ډيرو ککړو سیمو د پاکولو ادعا ناسمه وه. د بخښنې نړیوال سازمان، د چاپیریال له پاره مرکز او د بشري حقونو او پراختیايي په نامه سازمان په خپل یوه رپوټ کې لیکلي چې د افریقا د تیلو په دغه تر ټولو ستره سیمه کې کثافات اوس هم ترسترګو کیږي. د شیل شرکت لا څو کاله د مخه ادعا کړې وه چې دغه سیمې یې په بشپړه توګه پاکې کړي دي.
اوباما داخلي بودجه تر ۲۰۱۷ کاله تائید کړه
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما داخلي بودجې قانون چې د دوه کالو له پاره اعتبار لري، لاس لیک کړې او په دې توګه یې د نړۍ دغه ستر اقتصاد د پورونو په ادا کولو کې د پاته راتلو له ګواښ څخه ژغورلی. دغه قانون د ۲۰۱۷ م کال د اکتوبر تر پايه پوري د دوه بودجوي کالو له پاره تر۸۰ ميلیارده ډالرو زیات مصرف په پام کې لري.