د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
په افغانستان کې د داعش مهم قوماندان هوايي بريد وژلی دی
د داعش تندلارې ډلې يو مهم قوماندان په ننګرهار کې د امريکايانو له خوا په تر سره شوي هوايي بريد کې وژل شوی دی. دغه راپور چارواکو د شنبې په ورځ ورکړی دی. د ننګرهار د والي وياند، عطا الله خوګياڼي وويل چې ملا بزرګ له اوو نورو جنګياليو سره يو ځای د جمعې په ماښام په نخښه شو. خوګياڼي اضافه کړه چې بريد د لاغرجو په سيمه کې تر سره شو او دا چې وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
په يمن کې ۴۸ ساعته اوربند پلی شو
په يمن کې تر وروستيو سختو جګړو وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائيتلاف غواړي چې د ۴۸ ساعتونو له پاره اوربند پلی کړي. د سعودي عربستان د خبري اژانس «اس پي ای» په حواله اوربند اوس پلی شوی دی. د يمن په جګړه ځپلي هېواد کې د ولسمشر، عابد منصور هادي، په مشرۍ د په نړيواله کچه منل شوي حکومت او شعيه حوثي ياغيانو تر منځ يو څو ځله دا ډول اوربندونه مات شوي دي.
داعش ښايي خپله خردل ګاز جوړ کړي وي
د «اسلامي دولت» په نوم ترهګرې ډلې د کيمياوي وسلو د منع کولو پلوې ډلې «او پي سي ډبل يو» په حواله ښايي خردل ګاز خپله جوړ کړي وي. داسې ښايي چې دغه ګاز به په سوريه او عراق کې د بريدونو په وخت کارېدلي هم وي. د دغه سازمان مشر، احمد اوزومچو، په دېن هاګ کې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې کارپوهانو يې په دې هکله تحقيق کړی او بېلګې يې څېړلي دي. اوزومچو وويل چې د بېلګو د څېړنو پايله د «ډېرې اندېښنې وړ» ده.
د ملايزيا د حکومتي مشر پر ضد پراخې مظاهرې وشوې
د اداري فساد په برخه کې له ډېرو ميشاتو راهيسې د جاري افتضاه له کبله په لسګونو زرو مظاهره چيانو په ملايزيا کې د صدراعظم، نجيب رزاق، استعفا غوښتې ده. د «بېرسي» په نوم د دموکراسۍ پلوي غورځنګ غړي له بېلابېلو لوريو څخه د پلازمېنې کوالا لومپور مرکز ته ورودانګل. چارواکو دغه لاريون د حکومت پلوو خلکو د يوې متقابلې غونډې په څېر له نښتو څخه د وېرې له کبله منع کړې وه.
د مراکش د اقليم کنفرانس په يو زماني جدول سره پای ته ورسېد
په مراکش کې د ملګرو ملتونو اقليمي کنفرانس د استازو له خوا د یوه زماني جدول په جوړولو سره پای ته رسېدلی دی چې له مخې به يې د پاريس پرېکړې عملي شي. په دغه سند کې برخوال هېوادونه ژمنه کوي چې په ۲۰۱۷ کال کې به بيا سره غونډيږي څو خپل پرمختګونه يو ځل بيا وسنجوي. د ملګرو ملتونو د اقليم د دارالانشا مشرې، پاتريسيا اسپينوزا، پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د تودوخې د مخنيوي په برخه کې دې مبارزې ته دوام ورکړي.
د اپيک په سرمشريزه کې د آزادې سوداګرۍ ملاتړ وشو
په خپله وينا کې د آزادې سوداګرۍ په پلويتوب د پېرو ولسمشر، پېدرو پابلو کوچينسکي د آسيا پاسيفيک د اقتصادي ټولنې، اپيک، د ۲۱ غړو هېوادونو سرمشريزه پرانيستې ده. کوچينسکي په پلازمېنه ليما، کې وويل چې مهمه دا ده چې د نړۍ اقتصاد وده وکړي، خو له بده مرغه اوس د امريکا په متحده آيالاتو او لويې بريتانيا کې پروتېک سيونيستي ځواکونه د پرمختګ به حال کې دي.
ټرمپ د ناټو په هکله محتاطانه څرګندونې وکړې
د متحده آيالاتو راتلونکي ولسمشر، دونالد ټرمپ، له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل د ناټو له عمومي منشي، يېنس ستولتن بېرګ سره تليفوني خبرې کړې دي. ټرمپ د ناټو په هکله ويلي دي چې دغه پوځي ټلواله به په راتلونکي کې هم مهم نقش ولوبوي. سربېره پر دې ستولتن بېرګ له ټرمپ سره په دې کې همنظره دی چې د ناټو غړو هېوادونو تر منځ بايد مسووليتونه عادلانه ووېشل شي.
ټرمپ محصلينو ته ۲۵ ميليونه ډالر ورکوي
د متحده آيالاتو راتلونکي ولسمشر، دونالد ټرمپ، د خپل «ټرمپ پوهنتون» د ځينو شکمنو سوداګريزو کړنو له کبله یوه حقوقي دعوا د ميليونو ډالرو په لګولو سره پای ته رسولې ده. د نيو يارک لويه څارنوالي خبر ورکوي چې ټرمپ خپلو پخوانو محصلينو ته د ۲۵ ميليونو ډالرو تاوان ورکولو ته آماده دی. د حقوقي دعوو په چوکاټ کې تقريبا ۶۰۰۰ محصلينو ورباندې تور لګولی وو چې په ناچلو ژمنو سره يې دوی پوهنتون ته جذب کړي ول.