د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د چين د ساحل مخکې د نفتو کښتۍ ډوبه شوې ده
هغه د نفتو کښتۍ چې د اتو ورځو راهيسې يې د ختيځ چين په سمندر کې اور اخيستی و، د چين د دولتي تلويزيون په حواله ډوبه شوې ده. ياد تلويزيوني چېنل دا هم ويلي دي چې هغه اوس په داسې یوه سیمه کې قرار لري چې په جاپان پورې اړه لري. د «سانچي» په نوم کښتۍ د غنمو له يوې باروړنکې کښتۍ سره جنګېدلې وه او اور يې اخيستی و. داسې ښايي چې په کښتۍ کې سپاره دېرش تنه ايرانيان او بنګله دېشيان له ټکر لږ وروسته مړه شوي ول.
آلمان په تروريزم ضد جګړه کې له اردن ملاتړ کوي
د آلمان حکومت غواړي چې له اردن سره اړيکې پراخې او له دغه هېواد سره د اسلامپالې ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې ملاتړ وکړي. د آلمان د دفاع وزيرې، اورزولا فون دېر لاين، د اردن پلازمېنې عمان څخه د ليدنې پر مهال وويل چې آلمان د هغه ځای په ثبات کې ډېره علاقه لري. دغې آلمانۍ سياستوالې د اردن امنيتي ځواکونو ته په سمبوليک ډول ۵۶ کوچني بسونه، ۷۰ لارۍ او دوه د پيلوټانو د روزنې طيارې ورکړې.
چين له ايران سره د اتومي تړون ننګه وکړه
چين وروسته له هغه چې متحده آيالاتو اعلان کړی دی چې يوازې د لا سختو شرايطو لاندې به له ايران سره اتومي تړون ته دوام ورکړي، يو ځل بيا پر ښکېلو اړخونو باندې غږ کړی دی چې دغه تړون دې وساتل شي. د چين دولتي خبري اژانس شينهوا د بهرنيو چارو د وزارت د وياند، لو کانګ، په نقل قول کاږي چې دغه د سختو هڅو د لارې په لاس راغلي اتومي تړون ته بايد درناوی وشي.
په ايران کې تلګرام بېرته فعال شوی دی
د ايران د قضا له خوا تړل شوی د خبرو اترو پروګرام تلګرام د خبري اژانس ايسنا د معلوماتو په حواله بېرته فعال شوی دی. تلګرام په ايران کې تر ټولو محبوب د پيغامونو آپ دی چې د اټکل له مخې څه باندې ۴۰ ميليونه کاروونکي لري. دغه آپ د محافظه پالو کسانو په غوښتنه تړل شوی و ځکه چې په وروستيو رژيم ضد احتجاجونو کې يې مظاهره چيانو کارولی و. د احتجاجونو ويډيوګانې هم د تلګرام د لارې په داخل او خارج کې خپرې شوې وې.
په هاوايي کې له توغنديو څخه غلط خبرداری
د متحده آيالاتو د هاوايي آيالت چارواکو د سيمې اوسېدونکو ته په خطا سره له يوه ډېر عاجل توغنديز بريد څخه خبرداری ورکړی دی. د متحده آيالاتو د پاسيفيک يا آرام سمندر د کومانډو يوه وياند څرګنده کړه چې د اوسېدونکو موبايلونو ته د پيغام په توګه استول شوی خبرداری په اشتباهي توګه لېږل شوی دی. دغه خبرداری د هاوايي له ناورين څخه د ساتنې ادارې لېږلی و.
د زاکسن آنهالت سوسيال دموکراتان د لوی ائيتلاف ضد دي
د آلمان د زاکسن آنهالت آيالت سوسيال دموکراتانو په فدرالي کچه د لوی ائيتلاف له رامنځ ته کېدلو سره مخالفت کړی دی. په دغې محتوا سره يو غوښتنليک په وېرنيګېروده کې د يوې آيالتي ګوندي کنګرې په ترڅ کې په ۵۲ مثبتو او ۵۱ مخالفو رايو سره منل شوی دی. دغه پايله د سوسيال دموکرات ګوند د مشر مارتين شولڅ له پاره يوه وړه ضربه ده.