د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د امريکا او چين تجارتي لانجه ښايي موقتا درول شوې وي
د امريکا متحده آيالات او چين په خپله تجارتي لانجه کې يو څه پخلا او سره نژدې شوي دي. په يوه ګډه بيانيه کې راغلي دي چې له دوو ورځنيو خبرو اترو ورسته په دې توافق شوی چې د چين ولسي جمهوريت د امريکا په متحده آيالاتو کې زيات توليدات او خدمات رانيسي. دا چې د جزايي تعرفو ګواښ اوس په دې د منځه ځي که نه، لا څرګنده نه ده. ولسمشر دونالد ترمپ خپل هېواد شا ته کړی بولي، ځکه چې چين امريکا ته زيات صادرات کوي.
د آلمان اقتصادي حلقې د ترمپ په وړاندې سخت اقدامات غواړي
د آلمان صنعتي او اقتصادي حلقې د متحده آيالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ تجارتي سياست ته د زياتېدونکي تشويش په سترګه ګوري او د سختو اقداماتو غوښتنه کوي. ايريک شوايڅر، چې د آلمان د صنعتي او تجارتي سازمان مشر دی وويل چې د «لومړی امريکا» شعار اوس ډېر ځله د «يوازې امريکا» معنی ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې په خبره يې د امريکا متحده آيالاتو د لسيزو راهيسې د آزاد او منصفانه تجارت ضمانت کاوه.
د پناه غوښتنليکونه به د مهاجرو د ادارې په لسو څانګو کې بيا وکتل شي
د آلمان په برېمن ښار کې د پناه غوښتنې په برخه کې تر رسوايۍ وروسته د آلمان د مهاجرت او کډوالو اداره په لسو نورو څانګو کې پلټنې کوي. په دغو څانګو کې د اوسط ډول د حفاظت او پناه د لس سلنې شاخصونو په پرتله لاندې يا برې خوا ته تغييرات تر سترګو شوي دي. دا خبره د آلمان د کورنيو چارو وزارت کړې ده. اوس د ۲۰۱۷ کال د کيسونو او مواردو ۸۵۰۰ قضيې پيا کتل کيږي.
د کيوبا د لوېدلې طيارې يو تور بکس وموندل شو
په کيوبا کې د طيارې تر لوېدلو وروسته يو له دوو تورو بکسونو څخه موندل شوی دی. د ترافيکو او هوايي چلند وزير، عادل ايزکويردو، وويل چې د تور بکس په نوم دغه وسيله «په ښه وضعيت» کې قرار لري. چارواکي هيله لري چې د تور بکس د لارې به معلومات حاصل کړي او پوه شي چې د طيارې د لوېدلو علت څه شی و. په دغه پېښه کې د جمعې په ورځ په هاوانا کې ۱۱۰ تنه ووژل شول. يوازې درې مېرمنې سختې ژوبلې خو ژوندۍ پاتې شوې.
راپور: له آلمانه بل ځای ته تللي جهاديستان آلمانی تابعيت لري
د آلمان حکومت د معلوماتو په اساس د څه باندې زرو هغو اسلامپاله کسانو له ډلې څخه چې د يوه تروريستي سازمان د ملاتړ په موخه سوريې او عراق ته ورغلي دي، يې نيمه برخه د آلمان تابعيت لري. دغه خبره د کيڼ اړخي فراکسيون له خوا د آلمان حکومت ته د يوې پوښتنې له جواب څخه څرګنديږي چې د فونکه د رسنيز ګروپ ورځپاڼو ته رسېدلی دی. د «جهادي سفرونو» شمېر په ډېرېدو دی، خو د دوو کالو پخوا په نسبت اوس ډېر ټيټ شوی دی.
مادورو په ولسمشريزو ټاکنو کې د بريا چانس ويني
په وينزويلا کې د يوه سخت اقتصادي کړکېچ او زياتېدونکې نړيوالې انزوا په محيط کې د ولسمشرۍ انتخابات جريان لري. سوسياليستي واکمن ولسمشر، نيکولاس مادورو غواړي چې د يوې بلې شپږ کلنې دورې له پاره بيا وټاکل شي. يوازنی بل مطرح رقيب يې پخوانی والي، هېنري فالکون، دی. د حکومت ډېر مخالفين په زندان کې دي يا له وينزويلا څخه نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.