د نړۍ کوم هیوادونه تر ټولو ډیرې دیپلوماتیکې نمایندګۍ لري؟
په نړۍ کې د اقتصادي پرمختګ او سیاسي اغیزمنتوب له پاره دیپلوماتیکي اړیکې ډیرې مهمې بلل کیږي. په دې انځوریز رپوت کې به ولولئ چې د نړۍ کوم هیوادونه د دیپلوماتیکو نمایندګیو او ارتباطاتو په برخه کې تر ټولو مخکښ دي.
۱- چین
د نړیوالې دیپلوماسۍ په ارتباط د لوی انستیتوت له خوا د ترتیب شوي شاخص په اساس چين تر ټولو مخکې دی. په ټوله نړۍ کې د چين د دیپلوماتیکو ماموریتونو مجموعي شمیر ۲۷۶ ته رسیږي. چين د نړۍ په ۱۶۹ هیوادونو کې سفارتخانې لري. په مختلفو هیوادونو کې د چين د قونسلګریو شمیر ۹۸ ته رسیږي.
۲- امریکا متحده ایالات
امریکا په ټوله نړۍ کې د ۲۷۳ دیپلوماتیکو ماموریتونو سره په دویم مقام کې ځای لري. دغه هیواد د نړۍ په ۱۶۸ هیوادونو کې سفارتخانې لري په داسې حال کې چې د قونسلګرو شمیر یي ۸۸ ته رسیږي. په ملګرو ملتونو او نورو مهمو ځایونو کې د امریکا د مستقلو دیپلوماتیکو ماموریتونو شمیر ۹ دی.
۳- فرانسه
فرانسه په نړیوال شاخص کې له ۲۶۷ دیپلوماتیکو ماموریتونو سره دریم مقام ترلاسه کړی دی. فرانسه د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ۱۶۱ سفارتخانې او ۸۹ قونسلګرۍ لري. دغه هیواد ۱۵ مستقل او دوه نور دیپلوماتیک ماموریتونه لري.
۴- جاپان
جاپان د نړۍ په ۱۵۱ هیوادونو کې سفارتخانې پرانیستې دي او د مختلفو هیوادونو په ۶۵ ښارونو کې قونسلګرۍ لري. د جاپان د مستقلو ماموریتونو شمیر ۱۰ او د نورو دیپلوماتیکو استازو شمیر یي ۲۱ دی. په ټوله نړۍ کې د جاپان د دیپلوماتیکو ماموریتونو شمیر ۲۴۷ ته رسیږي.
۵- روسیه
روسیه له ۲۴۲ دیپلوماتیکو ماموریتونو سره په نړیواله درجه بندۍ کې په پنځم مقام کې ځای لري. په ۱۴۴ هیوادونو کې سفارتخانې او ۸۵ قونسلګرۍ لری.
۶- ترکیه
ترکیه له ۲۳۴ دیپلوماتیکو ماموریتونو سره په شپږم مقام کې ځای لري. په ۱۴۰ هیوادونو کې سفارتخانې او ۸۰ قونسلګرۍ لري. دغه هیواد ۱۲ فعاله دیپلوماتیک ماموریتونه لري.
۷- آلمان
د اروپا تر ټولو قوي اقتصاد لرونکی هیواد آلمان په نړۍ کې ۱۵۰ سفارتخانې او ۶۱ قونسلګیرۍ لري. د دې هیواد د دیپلوماتیکو نمایندګیو شمیر ۱۱ دی. آلمان په مجموع کې ۲۲۴ دیپلوماتیک ماموریتونه لري.
۸- برازيل
لاتین امریکایي هیواد برازيل په نړۍ کې ۲۲۲ دیپلوماتیک ماموریتونه لري چې په هغه کې ۱۳۸ سفارتخانې، ۷۰ قونسلګرۍ او ۱۲ مستقل ماموریتونه شامل دي.
۹- هسپانیه
هسپانیه له ۲۱۵ دیپلوماتیکو ماموریتونو سره په دې درجه بندې کې نهم ځای خپل کړی دی. دغه هېواد په ۱۱۵ هیوادونو کې سفارتخانې او ۸۹ قونسلګیرۍ لري.
۱۰- ایټالیا
ایټالیا ۱۲۴ سفارتخانې او ۷۷ قونسلګیرۍ لري. په داسې حال کې چې دغه هیواد په ۸ مستقلو دیپلوماتیکو ماموریت کې فعال دی په ټوله نړۍ کې یي د دیپلوماتیکو ماموریتونو مجموعي شمیر ۲۰۹ ته رسیږي.
۱۱- بریتانیا
بریتانیا په ټوله نړۍ ۲۰۵ دیپلوماتیک ماموریتونه لري چې په هغې کې ۱۴۹ سفارتخانې، ۴۴ قونسلګرۍ، ۹ مستقل دیپلوماتیک ماموریتونه او ۳ د نور ډول دیپلوماتیک ماموریتونه شامل دي.
۱۲- هندوستان
هندوستان له ۱۸۶ دیپلوماتیکو ماموریتونو سره په نړۍ کې ۱۲ او په آسیا کې په دریم مقام کې ځای نیولی دی. هند په ۱۲۳ هیوادونو کې سفارتخاني او ۵۴ قونسلګرۍ لري. د ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیي او آسیان د خصوصي دیپلوماتیکو ماموریتونو په ګډون، هند په نړۍ کې ۵ مستقل ماموریتونه لري.