د نړۍ ۷ لوړ الوتونکي مرغان وپېژنېئ
ځینې مرغان تر نورو ډیر لوړ الوزي. په دې انځوریز البوم کې تاسې ته د لوړ پرواز سره مینه لرونکې ځینې مرغان معرفي کوو. له دوی څخه ځینې یې ان دومره لوړ الوزي چې د الوتکو ارتفاع ته ځانونه ور نږدې کوي.
ټپوس ـ ۱۱،۳۰۰ متره لوړ الوزي
ټپوسان معمولاً اوږد مزل نه وي بلکې د دې پر ځای دوی لوړ الوزي او خپل لید فاصله پراخوي. د دوی قوي سترګي دوی ته دا وړتیا ورکوي چې له ډیرې ارتفاع څخه هم لاندې ځمکه ووینې او ان ځینې کوچني خوځښتونه درک کړي.
بته یا کلنگي مرغ ۱۰ زره متره لوړ الوزي
دغه راز مرغه د اوږد سفر وړتیا لري. دغه مرغان له سویډن نه نیولې، جرمي او ان په چین کې موندل کیږي.
یو ډول هیلی دي چې ۸ زره او ۸۰۰ متره لوړه الوزي
دغه مرغه چې له یو هیواد څخه بل هیواد ته کډه کیږي نو د همالیا د غرونو په سر الوزي. څیړنو موندلې چې دغه مرغان کولی شي چې د اکسیجن د کمښت په صورت کې هم ښه تنفس وکړي او خپل سفر ته ادامه ورکړي.
دغه ډول هیلۍ شاوخوا ۸ زره او ۲۰۰ متره لوړه الوزي
دغه مرغه د فنلنډ ملي مرغه ګڼل کیږي او د دې هیواد د یوې یورو په سکه باندې یې هم انځور رسم شوی. د اوږده سفر په ترڅ کې د دې مرغه ارتفاع شاوخوا ۸ زره او ۲۰۰ مترو ته رسیږي.
غرني زاغ یا کارغه شاوخوا ۸۰۰۰ متره لوړ الوزي
دغه مرغان د دې وړتیا لري چې په لوړو غرونو کې هګۍ واچوي او د خپل نسل تکثر ته زیاتوالی ورکړي. دغه مرغان د دې وړتیا لري چې د کم اکسیجن په شتون که ښه پرواز وکړي.
سیمرغ شاوخوا ۷ زره او ۳۰۰ متره لوړ الوزي
سیمرغ مرغان د داسې مرغانو په لیست کې دي چې نسل یې د ورکیدو له ګواښ سره مخ دی. د ایران افسانوي پوهې د معلوماتو له مخې دغه مرغه د نیکمرغۍ او خوشالۍ سمبول دی نو له دې امله ښه به وي چې ښکار نه شي. د دوی په حواله هر څوک چې دغه مرغه ښکار یا ووژني، نو د ۴۰ ورځو په اوږدو کې ښکارچي هم مري.
دغه ډول هیلۍ شاوخوا ۶ زره او ۸۰۰ متره لوړه الوزي
په دې وروستیو کې دا وموندل شوه چې د اوبو سره مینه لرونکې دغه هیلې یا مرغاوۍ د نړۍ د لوړو الوتونکو مرغانو په ډله کې ده. په دې لیست کې د نورو مرغانو په څیر، دوی هم د همالیا د غرونو په سر تیریږي تر څو په دې سیمه کې د خپل نسل د تکثر له پاره هم خوندي ځایونه پیدا کړي.