د واده تر څنګ هنديان له اليکسا نوري کومي تقاضاوي لري؟
الېکسا ږغ پېژندونکې کمپيوتري آله ده چي کاروونکي ورڅخه د خپل ږغ په مرسته د سرچ انجن يا د لټون د ماشين کار اخيستلای سي. اليکسا په هندي هم خبري کوي. دا چي هنديان ورڅخه زيات وختونه څه شی غواړي دلته يې ولولئ:
د عبادت تکراري وظيفه ـ هنومان چاليسا
په هند کي د اليکسا کاروونکي زيات کسان له اليکسا څخه تقاضا کوي چي هره دقيقه د «هانومان چاليسا» وظيفه څلور واري تکرار کړي. هنومان د هندو دين يو له مهمو مقدساتو څخه دی.
پر اليکسا مين کېدل
په هند کي د اليکسا سره د چلن په هکله راپور کي راغلي چي هره دقيقه اليکسا ته په هند کي يو کاروونکی وايي: «اليکسا، زه ستا سره مينه لرم.»
د اليکسا سره د عشق او عاشقۍ خبري
هنديان له دې څخه ليري نه دي چي د دغه ماشين سره چي اليکسا نوميږي، د ميني او عاشقۍ اړيکي پيدا کړي. زيات وختونه هنديان اليکسا ته د «زما سره واده وکړه، اليکسا» جملې وايي. په راپور کي راغلې چي اليکسا په هند کي په هرو دوو دقيقو کي يو ځل د واده کولو دعوت تر لاسه کوي.
اليکسا په هندي هم خبري کوي
اليکسا چي په هندي ژبه هم خبري کولای سي، په هند کي ورڅخه زيات کاروونکي د سندرو ويلو غوښتنه کوي. هره دقيقه اليکسا ته د زرونو سندرو فرمايشونه ورکول کيږي.
اوبه ولي لندې دي؟
په هند کي له اليکسا څخه زياتي عجيبي او غريبي پوښتني هم زيات وختونه په تکراري توګه سوي دي. د بېلګي په توګه «اليکسا، اوبه ولي لمبدې دي؟» پوښتنه په دقيقه کي لس ځله پوښتل سوې او يا دا چي اليکسا د اوبو د شړپی ږغ واوروي.
«اليکسا انا» نکلونه هم کوي
د اليکسا کاروونکي ورڅخه د نکلونو اورولو غوښتنې هم کوي. نژدې هره دقيقه له اليکسا څخه غوښتنه کيږي چي په هندي ژبه نکل واوروي. الیکسا په ۲۴ ساعتو کي نژدې اوسطا ۸ ساعته کيسې او داستانونه اوروي.
استعمالوونکي ورڅخه پخلی زده کوي
زيات هنديان اليکسا د غذا پخولو د ښوونکې په توګه هم کاروي. د دې تر څنګ له اليکسا څخه د نورو کارونو د ښوونې غوښتني هم کيږي او زياتو هنديانو د اليکسا په مرسته کار دستۍ زده کړي دي. له اليکسا څخه په هره دقيقه کي پنځوس داسي پوښتني هم کيږي چي د حقايقو د څرنګوالي سره تړلي وي.
له ګوګل وويس څخه هم ورته پوښتني
اليکسا د امازون شرکت له خوا جوړ سوی سيسټم دی. خو په بازار کي يو شمېر نور سيال شرکتونه هم ورته سيسټمونه لري چي پکښي د ګوګل وويس سيسټم يو مهم سيال دی. زيات شمېر کاروونکي د ګوګل وويس او نورو ږغيزو کمپيوتري مرستيالانو څخه هغسي غوښتني او پوښتني کوي لکه له اليکسا څخه چي هم سوي دي.
هندي تکنالوژي
د نظر پوښتنو د پايلو له مخي په هند کي نژدې ۱۶ سلنه انسانان له ږغيز کمپيوتري مرستيالانو څخه کار اخلي. اليکسا او ګوګل هوم د انټرنټ سره تړلي هغه آلې دي چي د کارونکو په ژبه وړاندي سوو ږغيزو سوالونو ږغيز جوابونه ورکوي. د هغوی له لاري د بيلو کارونو او سودا فرمايشونه هم ورکول کيږي.