د ورځې انځور: شاهي ساتونکي هم ماسک اغوستو ته اړ سول
د دغو انځورونو ليدل مو په نړۍ کې له په زړه پورو پيښو او يا هم د ښکلو او بدو پيښو څخه خبروي. په دغه انځوريز البوم کې به د ورځنيو په زړه پورو پيښو علاوه، د ځينو هیوادونو د پخوانيو دوديزو جشنونو انځورونه هم وګورئ.
د کرونا وايروس ويره تر شاهي قصرونو پورې
په دغه انځور کې د سويلي کوریا په پلازمينه سيول کې د دوک سونګ ماڼۍ ساتونکي ویني چې د کرونا ويروس له ويرې اړ شوي له ماسکونو څخه استفاده وکړي.
انديښمنه مور او له حالاتو بې خبره ماشوم
د چین په ټولو سرحدونو کې د مسافرو د معاینه کولو مرکزونه فعال شوي دي. دوی لويان او ماشومان ټوله معاینه کوي تر څو یې په بدن کې د کرونا ويروس شتون یا نشتون معلوم کړی وي.
د لمر سترګې تر ټولو نوی انځور
د لمر د سترګي په سطحه کي د اور څخه جوړې دغه طلايي پوڼاکې تل د تغيير په حال کې وي. په انځور کې دغه ځای ډير کوچنی ښکاري، خو په اصل کې يې مساحت د ايران په څير د یوه هیواد یو په دريمه برخې په اندازه دی.
سکاتلند
د سکاتلند په شتلند ټاپوګانو کې هر کال د «اور ۱۲» په نوم جشن لمانځي. د شتلند اوسیدونکي په دغه جشن کې د وایکنګرز کالي اوغوندي. په سکاتلند کې دغه دود له ۱۴۰ کلونو راپديخوا لمانځل کيږي. وایکنګر انګلیسي کلیمه ده چې معنی يې «سکندنيايی کشتي چلونکی» دی.
د المپيک سمبول په آسمان کې
د جاپان هوايي ځواکونو په یو جالب اقدام کې په هوا کې د المپيک پنځه حلقه يې سمبول رسم کړ. دوی دغه کار په ټوکيو کې د المپيک راتلونکو لوبو په وياړ کړی دی. دغه انځور د جنوري مياشتې په ۲۴مه اخیستل شوی دی.
د ملخانو یرغل
د افريقا په شرق کې د وږو ملخانو يرغل د خلکو له پاره په يو سر خوږي اوښتی دی. پر افريقايانو دغه حالت په داسې وخت کې راغلی چې دوی د خپلې خيټې ډکولو له پاره کافي غذا ته لا هم سم لاسرسی نه لري.
هندوستان، دوداندود
دغه مرغان د هندوستان د یامونا سيند پر سر د پرواز په حال کې دي. د کال په اوسني موسم کې مهاجر مرغان ډلې ډلې د دغه سيند له سره د تيريدو په حال کې وي. په زړه پورې دا ده چې اوس مهال د هند په ښاري سيمو کې خلک پاکې هوا ته سم لاسرسی نه لري خو دغه مرغان پر داسي سیمو خپل پروازونه کوي چې ښه او پاکه هوا لري.
په غيږ کې نيول
په امريکا کې به پخوا د جنوري ۲۱مه نيټه يې په زور په غيږ کې نيولو ورځ په توګه لمانځل کيده، اوس دغه ورځ نړيواله شوې ده. خو په روسيه کې يوه سازمان د کرونا ويروس څخه د ساتنې په برخه کې خلکو ته تازه سپارښتنې کړي چې يوه يې دا ده چې یو بل په غيږ کې مه نيسئ.
اندونيزيا
د اندونيزيا په هغو کليوالي سيمو کې چې ډيرې اوبه لري په ژمي کې خلک د «پاکو» په نوم يو پخوانی جشن لمانځي. دوی د خپلو غوایانو سره د شولو د خټو ډکو پټيو کې په زړه پورې لوبې او حرکات اجرا کوي. پورتنی انځور د جنوري مياشتې په ۱۸مه اخیستل شوی دی.
د غوايي په غيږ کې نيول
هندي تاميليان يو پخوانی دود لري چې يو کس وحشي غوايي په خپله غيږ کې رانيسي. له دغې دوديزې لوبې څخه په سلونو خلک ننداره کوي. کوم کس چې غوايي په غیږ کې ونيسي، د زړه ور کس په توګه پيژندل کيږي. دغه جشن هرکال په جنوري مياشتې کې ۴ ورځې وي.
د استراليا چغه
دغه مجسمه چې يو سړی د چغو وهلو په حالت کې ښيي داسې پيغام ورکوي چې استراليا اوس هم د اور په لمبو کې سوځي. دغه مجسمه د اطفائيې يوه مامور جوړه کړې ده.
کانادا، د قربانيانو يادښت
د کانادا په تورنتو ښار کې د اوکرايني الوتکې د قربانيانو په یاد د شمعو لګول. په ايران کې د اوکراينی الوتکې د راغورځيدو په پيښه کې د وژل شوو ۱۷۶ کسانو له ډلې ۶۳ تنه يې کاناډايان ول.
چین، د يخ څخه جوړ ښار
د چین په هاربين ښار کې د دسمبر مياشتې له ۲۲ څخه د فبروری مياشتې تر پایه چې نژدې دوه نيمې مياشتی کيږي د يخ فستیوال ترسره کیږي. له یخ څخه جوړ ساختمانونه په شپه کې رنګه څراغونو په لګولو سره ډير ښایسته او په زړه پورې ښکاري. ددغه ځای څخه په لسونو زره سیلانيان ليدنه کوي.
د يخ په سر د کشتۍ ځغلولو سيالۍ
د چین په شمال ختيخ کې يو پخوانی دود دی چې خلک د يخ په سر د کشتۍ ځغلونې سيالۍ تر سره کوي. د کشتۍ ځغلونې پر وخت ډولونه هم وهل کیږي. سربيره پر دې چې دغه جشن پخواني دودونه ژوندي ساتي، ډير جالبه هم دي. دغه جشن هر کال لمانځل کيږي.