د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو په انځورونو کې
افغانانو د جون میاشتې پر ۱۴ نیټه د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د طالبانو پر گواښونو او بریدونو سربیره رایې ورکړي او ورکوي. د دغو ټاکنو په پایله کې به د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه یو ولسمشر شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو دوهم پړاو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رئيس محمد يوسف نورستاني په رايي اچوني سره پيل، او پر خپل وخت پای ته ورسېد. ولسمشر حامد کرزي د خپلي رايي په کارولو سره يوه يوه لنډ تلويزيوني پيغام کي په هيوادوالو ږغ وکړ چي په رايه ورکولو سره خپله راتلونکې پخپله وټاکي.
په لومړي پړاو کې د اتو تنو ولسمشریزو نوماندانو له ډلې څخه یو یې هم و نه توانید چې پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي. په دویم پړاو کې افغانان د دوو مخکښو نوماندانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي څخه يو ټاکي.
د اشرف غني احمدزي سيال عبدالله عبدالله هم خپله رايه وکاروله.
ويل کيږي چي د ورځي په پيل کي په ټاکنو کي د خلکو گډون لږ وو خو وروسته بيا ډېر سوی دی. د کندهار په هغو مرکزونو کي چي امنيت يې خلکو ته د ډاډ وړ وو ډيرو خلکو خپلي رايي کارولي دي.
په جلال آباد کي هم ټاکني په آرامه فضا کي ترسره سوې، خو د راپورونو له مخي په دغه ولايت کي يو لړ امنيتي ستونزي رامنځ ته سوي دي. خو ويل کيږي چي بيا هم ټاکني بريالۍ ترسره سوې. افغانانوله ډيرو ستونزو سره سره بيا هم خپلي رايي وکارولې.
په خوست خو ځوانانو ويل چي د خپل ژوند ستره غوښتنه يې پوره کړه. ويل کيږی چي په دغه ولايت کي د لومړي پړاو ټاکنو په پرتله ډيرو وگړو رايي ورکړي دی.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني تر دې مخکې ویلي وو چې د ټاکنو د دویم پړاو په اړه تر ټولو لویه اندیښنه امنیتي ستونزې دي. خو د نن ورځي ټاکني له تمي خلاف په نسبتاً امنیتي فضا کي ترسره شوې.
له ځينو ولايتونو څخه رارسېدلي راپورونه وايي چي د لومړي پړاو په پرتله د رايو ورکوونکو شمېر ډېر وو.
په کندز ولايت کي د رايي ورکولو بهير هم په پوره امنيت کي ترسره سوی دی. په دغه ولايت کي هم ډيرو خلکو رايي کارولي دي.
دواړو مخکښو نوماندانو د ټاکنو په لومړي پړاو کې د درغلیو د شتون له کبله د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون نیوکې کړې دي. پر دې سربیره په ځینو مواردو کې د دولتي چارواکو، امنیتي ځواکونو او سیمه ییزو زورواکانو له خوا د یوه نوماند په گټه د رایو د صندوقونو د ډکیدو له کبله هم د لومړی پړاو د شفافیت په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.
په لومړي پړاو کې د ښځو د گډون کچه هم د تیرو ټاکنو په پرتله لوړه وه. د دویم پړاو د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال دواړو کانديدانو د افغانستان د ښځو د رایو د ترلاسه کولو له پاره کمپاینونه وکړل او د خپلې بریا په صورت کې یې هغوی ته په راتلونکې حکومت کې د لویې ونډې ژمنې وکړې.
د ټاکنو د بهیر اوږدیدو په افغانستان کې ډیرې اقتصادي ستونزې رامنځ ته کړې دي. ډیر شمیر عادي افغانان د کارونو له په ټپه دریدو څخه سر تکوي او د نوي ولسمشر ټاکل کیدو ته سترگې په لار دي.
که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د خلکو گډون وستایل شو، خو بیا هم پر دغه بهیر باندې د درغلیو تورونه ولگول شول. ولسمشر کرزي ټولو امنیتي چارواکو او دولتي مامورینو ته امری کړی دی چې د ټاکنو په بهیر کې مداخله و نه کړي. پر دې سربیره د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم ویلي دي چې ټول شکایتونه به وڅیړي او ناپاکې رایې به باطلې کړي.
دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دیموکراتیکه توگه واک له یوه ولسمشر څخه بل ته لیږدول کیږي. ولسمشر حامد کرزي، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان مشري کوي د قانون له مخې نه شي کولای چې د دریم ځل له پاره خپل ځان د ولسمشر په توگه ونوموي.