د ونو په هکله حيرانونکي معلومات
ونې له اتموسفير څخه کاربون جذبوي، ژويو ته سرپناه برابروي او زموږ پر رواني حالت هم تاثير لري. خو آيا پوهېدئ چې ونې يو له بل سره «خبرې» هم کوي؟
د ونو ۶۰ زره بېلابېل انواع
د ځمکې په سر تقريبا درې بيليونه ونې شته. دغه خبره د يال پوهنتون څېړونکو په يوه نړيواله څېړنه کې موندلې ده. په دې شمېر کې تر نيمه يي زياتې ونې داسې دي چې يوازې په يو خاص هېواد کې موجودې وي. برازيل، کلومبيا او اندونيزيا د ونو تر ټولو زيات بېل ډولونه لري. بد خبر دا دی چې نن سبا د انسانانو د تمدن د پيلېدو د وخت په پرتله د ونو شمېر ۴۶ سلنه راکم شوی دی.
ونې د اقليم په بدلېدو سره «مهاجرت» کوي
ښکاره ده چې ونې خپلې رېښې نه باسي او بل ځای ته ورځي. خو د موجوديت ساحې يې بدلېدای شي چې په دې سره اقليمي فشارونو ته غبرګون ښيي. د ۱۹۸۰ او ۲۰۱۵ تر منځ يوه څېړنه ښيي چې ۸۶ څېړل شوې ونې د متحده آيالاتو له ختيځ څخه لويديځ ته «مهاجرې» شوې دي چېرته چې بارانونه ډېر ول. نورو ونو بيا قطبونو ته مخه کړې چې ښايي له تودوخې څخه تېښته وي. د ونو د لېږدېدو سرعت په يوه لسيزه کې ۱۶ کيلومتره اټکل شوی دی.
ونې ښارونه سړوي یا یي د حرات درجه ټیټوي
ونې نه يوازې دا چې سيوری رابخښي، هغوی د حرارت بدلونونه هم عياروي، د لمر وړانګې جذبوي او د پاڼو له لارې هوا ته اوبه ورکوي. ښاري سيمې کېدای شي په دوبي کې «تاوده ټاپوګان» وګرځي. خو د ۲۰۱۶ کال يوه امريکايي څېړنه ښيي چې چتريو ته ورته د ونو د څوکو ۴۰ سلنه يا لا ډېر پوښښ کولی شي په اوړي کې په ښارونو کې د حرارت درجه تر پنځو درجو پورې راټيټه کړي.
ونې مضر ګازونه جذبوي
ونې له اتموسفير څخه کاربن دای اکسايد جذبوي چې له دې کبله د اقليم بدلون په وړاندې مبارزه کې ډېر اهميت لري. هغه په پاڼو کې د هوا مضر ګازونه چاڼولی شي لکه نايتروجن دای اکساید او سولفور دای اکسايد. د بريتانيا يوې څېړنې موندلې ده چې بېلابېلې ونې کولی شي چې د ذراتو کچه ۷۰ تر ۷۹ سلنه پورې راکمه کړي.
ونې روغتيا ته ګټورې دي
ونې زموږ د ستريس يا فشار کچه راکمولی شي او زموږ پر خوښۍ او روغتيا اغېز لري. ډېرو څېړنو ښودلې چې په طبيعت کې وخت تېرول يا آن له کړکۍ څخه ونو او ګلانو ته کتل د وينې فشار راټيټولی شي، معافيتي يا ايمني سيستم تقويه کوي، د سړي خوب ښه کوي او د وېرې او خفګان کچه راکموي او له عمليات وروسته د ټپونو د رغېدو د چټکتيا باعث ګرځي.
ونې يو له بل سره «خبرې» کوي
ځنګلونه د ارتباطاتو خپل ځانګړی سيستم لري چې د انترنېټ په څېر تر ځمکې لاندې تېريږي. دغه سيستم د غذايي موادو د جذب او له وچکالۍ او ناروغيو د خبرداري ورکولو رول هم لري. ارتباط تر ځمکې لاندې د پوڅکيو د شبکو په واسطه ټينګول کيږي. په عکس کې راغلې بېتولا ونې د څېړونکې سوزان سيمارد په خبره له دې سيستم يا شبکې څخه اوبه، کاربون او غذايي مواد يو بل ته لېږي
ونې هوا ته هم سيګنالونه لېږي
د نبات خوړونکو حيواناتو په وړاندې ونې څه نه شي کولی. خو ونې داسې کيمياوي مواد بيا هوا ته خوشې کوي چې نورو ونو ته د خطر په هکله پرې خبرداری ورکوي. نورې ونې بيا د نبات خوړونکو په ضد زهري مواد توليدوي چې د عکاسي ډوله ونو پاڼو ته تريخ خوند وربخښي.
د مرستې غږ
کله چې حشرات ورباندې غالب شي، نو ځينې ډولونه لکه د مڼو، روميانو، بادرنګو او د ليما لوبيا ونې او بوټي داسې مواد هوا ته افرازوي څو د دغو حشراتو ښکاريان راوغواړي. ډېری وخت دغه ښکاريان هم حشرات دي. خو يوه اروپايي څېړنه ښيي چې هغه ونې چې د چينجي لاروا ورباندې فعاليت کوي، داسې کيمياوي سيګنالونه خوشې کوي چې چينجي خوړونکې مرغۍ راغواړي.
ونې ډېر عمر کوي
ونې د ځمکې په سر تر ټولو زاړه موجودات هم دي. يوه ونه په سوونو او حتی زرونو کالونه عمر کولی شي. د ونو د يوه غير رسمي فهرست له مخې تر ټولو زړه ونه د زڼغوزو يوه ونه ده په کاليفرونيا کې. هغه ښايي ۴۸۵۰ کاله عمر ولري چې اصلي موقعيت يې د تخريب څخه د مخنيوي په غرض پټ ساتل کيږي.
تر ټولو لويه ونه هايپريون نوميږي
د عکس په مخ د «رېډوود» ډوله دغو ونو لوړوالی صحيح نه ښکاري. د هايپريون په نوم نومول شوې تر ټولو لوړه ونه ۱۱۵ متره جګه ده. دغه ونه په ۲۰۰۶ کال کې په کاليفورنيا کې کشف شوله چې ښايي څو سوه کاله عمر ولري.
نورې رېکارډ ماتونکې ونې
په کاليفورنيا کې د جنرال شېرمن په نوم يوه ستره ونه هم شته چې تر ټولو زيات هجم لرونکې ونه هم بلل کيږي. لوړوالی يې ۸۳ متره او قطر يې ۷،۷ متره دی. تر ټولو پلنه ونه اربول دېل تولې بلل کيږي چې په مکسيکو کې يوه سروه ونه ده. قطر يې ۱۱،۶ متره او محيط يې ۴۲ مترو ته رسيږي.