د ويني د ګروپونو او کوويد ۱۹ ترمنځ څه اړيکي سته؟
۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبهولي ځيني کسان اصلاً پوهيږي نه چي په کرونا ويروس اخته سوي دي، په داسي حال کي چي د ځينو نورو وضعيت داسي خرابيږي چي په روغتون کي بستر او مصنوعي تنفس ورکول کيږي او ځيني خو حتی ترې مري؟
د دغي ناروغۍ د متفاوت جريان په دليل د هغو کسانو دقيق شمېر موندل چي په دغه ويروس اخته او يا ترې جوړ سوي دي، سخت دي. احتمالاً د هغو کسانو شمېر ډير دی چي په سارس۲ ويروس اخته سوي خو تشخيص او ثبت سوي نه دي.
د ويني پر ګروپونو باندي تمرکز
آلماني او نارويږي څېړونکو د کوويد۱۹ ناروغۍ په تړاو د ويني بېلابېل ګروپونه تجزيه او څېړلي دي. که څه هم د هغوی د څېړنو پايلي لومړۍ دي خو د تعجب وړ دي. څېړنو ښوولې ده چي د کوويد۱۹ ناروغۍ متفاوت جريان کيدای سي د په اخته سوو کسانو د ويني ګروپ وي. دغو دانشمندانو تلاښ کړی دی، څو ومومي چي په کوويد۱۹ اخته کسانو ناروغي چي ډيره شديده وه، د ويني ګروپ ئې څه رول لاره.
د کرونا رازونه
دغو څېړونکو په کوويد۱۹ ناروغۍ اخته ۱۶۱۰ داسي ناروغان څېړلي چي تنفسي سيستم ئې له کاره لويدلی او مصنوعي تنفس ته اړ ول. دغه ناروغان د هغو سيمو ول چي کرونا ويروس سخت ځپلي دي، لکه د ايتاليا او هسپانيا هيوادونو د ميلان، مونترا، مادريد، سان سباستيان او بارسلونا سيمي.
هغوی د ناروغانو د بدن له ځانګړو ځايونو څخه «ډي ان اې» اخيستي او څېړلي دي. وروسته ئې بيا له ډي ان آې څخه اخيستي ژنتيکي مشخصات د ۲۲۰۵ روغو کسانو د ويني له ګروپونو سره مقايسه کړي دي.
د دغي څېړني لومړۍ پايلي ښيي چي ظاهراً هغه کسان چي د ويني ګروپ ئې A وي کوويد۱۹ ناروغي سخته پرې تيريږي. د آلمان د وګړو په سلو کي ۴۳ د ويني ګروپ دغه دی. احتمالاً د کوويد۱۹ناروغۍ د هغو ناروغانو چي د ويني ګروپ ئې A دی تر هغو چي د ويني ګروپ ئې 0 دی، دوه برابره زيات مصنوعي تنفس ته اړتيا لري.
که څه هم هغه انسانان چي د ويني ګروپ ئې 0(صفر) دی د دغه خبر په اورېدلو سره خوشحاله کيږي، خو هغوی هم له دې ويروسه خوندي نه دي. دغي څېړني ښوولې ده چي په دغه ګروپ کي هم د سختي ناروغۍ لږ خطر سته. د ويني په ورکولو کي 0 ګروپ ځانګړتيا لري. د دغه ګروپ وينه لرونکي کسان خپله وينه هر انسان ته ورکولای سي. د آلمانانو په سلو کي ۴۱ د ويني ګروپ 0 دی.
د وينو د A او AB ګروپ په ترتيب سره په ۱۱ او ۵ سلني سره ډير عام نه دي او په کوويد۱۹ ناروغۍ کې د ويني د ګروپ رول په څېړنه کي په منځ کي راغلي دي.
پر درملنه باندي د ويني د ګروپ اغېز
کله چي د دغي څېړني پايلي ومنل سي نو په درمل موندلو کي به ئې مرسته وسي. دې ته ورته مخکي هم له نورو ناروغيو سره د ويني د ګروپ د اړيکو په اړه نظرونه موجود ول.
د بېلګې په توګه څېړونکو موندلې ده چي د ملاريا ناروغۍ او ويني د گروپ ترمنځ اړيکي سته. دا روښانه سوې ده چي هغه انسانان چي د ويني ګروپ ئې 0 دی په ندرت سره د ملاريا ناروغي پرې سخته وي. خو په ځينو ناروغيو کي بيا د ويني نور ګروپونه د بدن په محافظت کي مخکي وي؛ لکه A ګروپ چي د طاعون ناروغۍ پر وړاندي دغه شان رول لري.
nz/bs (Gudrun Heise )
زموږ له آرشيف څخه: